د نڅاګرې ایرانۍ نجلۍ اعتراف؛ 'د خپل زړه لپاره نڅېدم'

حجابري

د عکس سرچینه، INSTAGRAM

د عکس تشریح، مائدې کابو ۳۰۰ وېډیويي کلیپونه پر خواله رسنیو خپاره کړي، چې ډېری یې د خپلې نڅا دي

ایراني چارواکو ویلي، هغه نجلۍ یې نیولې ده، چې د خپلې نڅا یوه وېډیو یې پر خواله رسنیو خپره کړې ده.

۱۸ کلنه مائده هژبري د خپلې ایراني ډوله نڅا یوه وېډیو او بله د لوېدیځې نڅا وېډیو خپره کړې ده، چې پر انسټاګرام سلګونه ځله لاس په لاس شوې او لسګونه زره مینه وال پرې ورمات شوي دي.

د تېرې جمعې په ورځ، د ایران حکومتي تلوېزیون د مائدې په ګډون د ځینو هغو نجونو خبرې خپرې کړې، چې ټولو یې په ایران کې د "اخلاقي معیارونو تر پښو لاندې کولو" تېروتنه منلې وه.

خو مائدې ویلي، دا کار یې پر خواله رسنیو د خپلو مینه والو د ډېرولو په خاطر کړی.

د مائدې د اعتراف په یوه وېډیو کې هغې پوښتونکي ته ویلي: "یوازې د خپل زړه لپاره نڅېدم او له دې کاره مې هېڅ عاید نه درلود."

تر اوسه څرګنده نه ده هغې دا څرګندونې پخپله خوښه کړې او که ورته اړایستل شوې ده. ځینو خلکو پر تلوېزیون د نجونو په تړاو د دا ډول پروګرام خپرېدل نجونو ته سپکاوی بللی.

مائدې کابو ۳۰۰ وېډیويي کلیپونه پر خواله رسنیو خپاره کړي، چې ډېری یې د خپلې نڅا دي، په ځینو کې بې حجابه ښکاري. د هغې د مینه والو شمېر تر ۴۳ زرو اوړي.

مائده هژبري

د عکس سرچینه، MAEDEH HOZHABRI/INSTAGRAM

د عکس تشریح، مائده هژبري

ایراني پولیس پر انټرنېټ د نڅا د وېډیوګانو خپرېدل جرم بولي چې ترسره کوونکی یې باید سزا وویني. په ایران کې د خواله رسنیو ګڼ داسې اکونټونه بند کړل شوي، چې دا ډول کلیپونه او وېډیوګانې خپروي.

مائده هژبري

د عکس سرچینه، Twitter

د عکس تشریح، مائده هژبري

دا مهال په ایران کې عملاً پر فیسبوک، ټویټر او د خواله رسنیو پر ځینو نورو وېپپاڼو کارولو بندیز دی، خو ګڼ ایرانیان د 'پراکسي" له لارې له نورو لارو چارو خواله رسنۍ کاروي.

"نڅا جرم نه دی"

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

پر خواله رسنیو د مائدې له دې وېډیو سره بېلابېل غبرګونونه پارېدلي، ځینو ستایلې او ځینو بنسټ پالو بیا غندلې ده.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

پر ټویټر "نڅا جرم نه دی" هشټګ هم ډېر لاس په لاس شوی دی.

ایران ښځې ټینګو قوانینو مراعاتولو ته اړباسي، هلته په عامو ځایونو کې له سړو سره د ښځو پر نڅا بندیز دی، خو د کورنۍ غړي پخپلو کې نڅا کولی شي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 3
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 3

مائده د جمناستیک لوبغاړې ده، چې پخپل کور کې د نڅا وېډیوګانې یې خپرې کړې.

ویل کېږي چې په تېرو څو اونیو کې ګڼ نور نڅاګر ایرانیان هم نیول شوي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 4
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 4

د حسین روناغي په نوم یوه خواله رسنۍ کاروونکي لیکلي: "د نړۍ هرځای کې ووایئ چې ۱۷ او ۱۸ کلنې نجونې د نڅا، خوشحالۍ او د دوی د ښکلا له کبله د فشحا خپرولو په جرم نیول شو او بندي شوې دي او پر ماشومانو او ... تېري کوونکي ازاد دي."

ټویټر کارن: "پر نڅا بندیز لرې کړئ"

ایراني فعالانو د نجلۍ په نوم هشټګ کاروی، چې له مائدې سره خپله خواخوږي وښيي او په ایران کې پر نڅا لګول شوی بندیز لرې شي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 5
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 5