شاه امان الله خان او د افغانستان خپلواکي

امان الله

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، شاه امان الله خان په ۱۹۱۹ کال کې خپلواکي بېرته ترلاسه کړه
    • Author, اعظم سیستانی
    • دنده, فرانسه

نن د زمري ۲۸ مه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د اعلان ورځ ده.

له نن څخه پوره ۱۰۳ کاله وړاندې پر همدې ورځ د خپلواکۍ د بېرته اخیستو اعلان نه یوازې افغانانو ته ډېر ارزښت درلود، بلکې د اسیا ځینو هېوادونو ته هم الهام بخښونکی و.

سږ کال افغانان داسې مهال دغه ورځ لمانځي، چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پوره یو کال پوره شو. داچې طالبان به د خپلواکۍ ورځ څنګه لمانځي جزییات یې نه دي څرګند، خو د خپلې تېرې واکمنۍ پر مهال یې له پوځي پریډ سره لمانځله .

دننه په افغانستان او له هغه بهر د خواله رسنیو ګڼو افغان کارونکو د خپلواکۍ د ورځې مبارکۍ ورکړې او ځینو یې په دې اړه خپلو پوستونو سره د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ هم پورته کړی. په همدې مناسبت دا لیکنه چې لومړی ځل د ۲۰۱۸ کال په اګست کې له بي بي سي خپره شوې، یو ځل بیا خپرېږي.

د خپلواکۍ بېرته اخیستو د اعلان ورځ

د ۱۲۹۸ کال د زمري ۲۸مه، د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د اعلان ورځ ده. له نن څخه پوره ۱۰۱ کاله وړاندې پر همدې ورځ د خپلواکۍ د بېرته اخیستو اعلان نه یوازې افغانانو ته ډېر ارزښت درلود بلکې د اسیا ځینو هېوادونو ته هم الهام بخښونکی و.

دا اعلان د انګرېزانو په اسیايي مستعمرو کې د ازادۍ غوښتونکو حرکتونو لپاره یوه پیلامه وه.

امان الله خان د امیر حبیب الله خان دویم زوی و. نوموړی یو زړور، د ښکېلاک ضد او ازادي غوښتونکی سرتېری و. له تاریخ او حماسي ادبیاتو سره یې ډېره مینه وه.

هغه د ۱۹۱۹ کال د فبرورۍ پر ۲۰مه، د خپل پلار امیر حبیب الله خان د وژل کېدو غم کې د خپل تره نصرالله خان د امارت له اعلانېدو سره مخالفت وښود او هوډ یې وکړ چې د خپل پلار غچ به اخلي او خپلواکي به بېرته ترلاسه کوي.

امان الله

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، غازي امان الله خان د اوسنۍ ترکیې له بنسټ ایښودونکي "مصطفی کمال اتا ترک" سره

افغان تاریخ پوه میر غلام محمد غبار په خپل اثر "افغانستان در مسیر تاریخ"کې لیکي:

"د فبرورۍ پر ۲۴مه، د کابل خلک او د پلازمېنې لښکر د مرادخاني میدان کې راغونډ شوي وو. امیر امان الله خان سپور په داسې حال د خلکو ګڼې ګوڼې ته ننوت، چې توره یې پر ډډې راځړېدله. همدلته یې مشهوره او تاریخي وینا وکړه. هغه د افغانستان بهرنۍ خپلواکي او په هېواد کې د ننه د فردي ازدۍ اعلان وکړ. د برابرۍ، د ولس د ازادۍ، عدالت تامینولو او د نوي دولت د ریښتینولۍ په اړه یې خبرې وکړې. د خلکو له ګڼې ګوڼې د خوښيو او مبارکیو شور او زوږ راپورته شو."

تاریخ پوه فیض محمد کاتب په خپل اثر سراج التواریخ کې لیکي چې امان الله خان د ۱۲۹۷ کال د کب پر نهمه (۱۹۱۹ فبرورۍ ۲۸مه) په داسې حال کې چې پوځي جامې یې اغوستې وې، د کابل عسکرو او ښاریانو ته وینا وکړه:

"لومړی خپل ټول اصیل ریبښتوني ملت ته اعلان کوم او زېری ورکوم چې ما د افغانیه سلطنت تاج د افغانستان د کورنۍ او بهرنۍ خپلواکۍ او حاکمیت په نوم پر سر کړ."

نوموړي زیاته کړه:

"زما ګران ولسه! زه دا پوځي جامې تر هغو نه وباسم چې خپل مور وطن ته د خپلواکۍ جامې چمتو نه کړم!"

شاه امان الله د ۱۹۱۹ د اپرېل پر ۱۳مه، د کابل دربار کې په داسې حال کې وینا وکړه، چې د انګلیس سفیر هم په مراسمو کې حاضر و. ډبلیو اډک په خپل کتاب "د افغانستان سیاسي اړیکو تاریخ" کې د دې وینا یوه برخه داسې راخیستې:

"ما خپل ځان او خپل مملکت له کورني او بهرني پلوه بشپړ ازاد او خپلواک اعلان کړ. تر دې وروسته زموږ هېواد، د نړۍ د ټولو دولتونو او قدرتونو په شان ازاد دی او هېڅ ځواک ته د سر د یوه وېښته هومره اجازه نه ورکول کېږي چې د افغانستان په کورنیو او بهرنیو چارو کې لاسوهنه وکړي، او که چا دا کار وکړ، غاړه به یې په دې توره ووهم."

بیا یې د انګلیسانو سفیر ته مخ ورواړاوه او ویې پوښتل:

"څه مې چې وویل پرې پوه شوې؟"

د انګلیسانو سفیر په احترام او تعظیم ځواب ورکړ: "هو، پوه شوم".

امان الله

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امان الله خان او ملکه ثریا

شاه امان الله د افغانستان سیاسي خپلواکۍ ترلاسه کولو وروسته، په ټول هېواد کې د معارف او ښوونځیو په عامولو سره د خلکو پام ترلاسه کړ.

هغه له پلازمېنې نیولې تر ولایتونو پورې د ښوونځیو او عصري علومو د تدریس د بنسټ په اېښودو سره د هېواد په لروبر کې د علم او پوهې څراغ بل وساته.

نوموړي د هېواد د ټولو بچیانو لپاره د علم او پوهې حاصلولو په خاطر ښوونځي ته د تګ زمینه برابره کړه.

د ښځو د زدکړې او تحصیل خوندیتوب په موخه یې دوی ته ځانګړی پام وکړ او ښځینه ښوونځي او ښځینه روغتون "مستورات" یې جوړ کړ.

پر دې روغتون سربېره، ملکې ثریا د مستورات په نوم ښوونځی هم د کابل ځینو ښځو په همکارۍ جوړ کړی چې اوس د ملالۍ لېسې په نامه یادېږي.

همدا رنګه ښځې او سړي دواړه علم او پوهې ته وهڅول.

شاه امان الله د پرمختګ په موخه په هېواد کې ځینې ټولنیز بدلونونه راوستل، چې د ملي یووالي د بنسټ اېښودل یې په سر کې وو. همدارنګه، د افغانستان اساسي قانون یا "اساسي نظامنامه" یې طرح او تصویب کړ.

دا اساسي قانون په ۱۳۰۱ هجري لمریز کال جلال اباد کې د ۸۷۲ کسیزې لویې جرګې پایله کې، چې مشري یې خپله امان الله خان کوله، تصویب شو او لومړی ځل افغانستان پخپل څو زره کلن تاریخ کې د لوړو انساني حقونو پربنسټ د اساسي قانون څښتن شو.

امان الله

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، شاه امان الله خان په انګلستان کې د دې هېواد د سمندري ځواکونو نه د لیدنې پر مهال

د عامو حقونو فصل کې د برابرۍ، اصولو، شخصي ازادۍ، د اسارت او غلامۍ لغوه کولو، د مطبوعاتو او ازادۍ او د شخصي ملکیت حق ته انعکاس ورکړل شوی و.

همدارنګه، د استوګنې مصونیت او د شتمنۍ د مصادره کولو منع کېدو، د بېګار، ربړونې او د ناقانونه مجازاتو لغوه کولو ته هم ځانګړی پام شوی و.

د هماغه اساسي قانون ۱۱مه ماده حکم کوي چې:

"افغانستان کې د اسارت او غلامۍ اصول بالکل درول شوي."

د ډنمارکي څېړونکي اسټا اولسن په وینا: "اساسي قانون کې د افغانستان خلکو ته د هماغو حقونو وړاندوینه شوې وه، چې په لېبرالو لوېدیځو قوانینو کې موجوده وه.

دا اساسي قانون په افغان ټولنه کې انقلابي و، نه یوازې د دې لپاره چې د وګړو پر مدني حقونو اعتراف وکړي او د دولت سیستم منظم او د کابینې اصلي مسؤولیت مشخصوي، بلکې همداشان په دې خاطر چې د پاچا واک محدود او د قانون تابع ګرځوي.

تاریخ لیکونکی غبار ګواهي ورکوي، چې د دغو قانوني موادو روح دا و چې په عمل کې پلې کېدل او له دروغو ، ریا او فریبکارۍ پاک وو.

"د امامیه مذهب پیروانو تکیه ځایونو کې مذهبي مراسم عملاً ازاد شول. د کندهار، غزني او جلال اباد د مشورو غونډو او د کابل د معارف انجمن کې د افغانستان له هندوانو یو یو انتخابي استازی شامل او د ادارې په چارو کې یې ونډه واخیسته.

د هندوانو د جزیې پاتې برخه لېرې شوه او د هندوانو بچیان به ملکي، نظامي او اردو د افسرۍ ښوونځیو کې ومنل شول.

نور د توکم، ژبې، مذهب او قبیلې له پلوه تبعیض او تفریق له منځه ولاړ، د محمدزیو د قبیلې د نسب او د خانانو تنخوا او د روحانیونو امتیازات لغوه شول او ولس په حقونو کې له یو بل سره مساوي شو.