ایټالیا کې د افغان سفارت وداني د پاچا امان الله خان په نوم شوه

.

د عکس سرچینه، W/Omar FB

د عکس تشریح، دغه ودانۍ په ۱۹۲۴ کال د غازي امان الله خان په واکمنۍ کې د افغانستان سفارت لپاره پېرل شوې وه
    • Author, ولي ناصَر
    • دنده, بي‌بي‌سي/کابل

هغه وداني چې ۹۳ کاله وړاندې له انګرېزانو د افغانستان ازادۍ تر لاسه کوونکي غازي امان الله خان له خوا د افغانستان د سفارت لپاره پېرل شوې وه، تېره ورځ رسماً د شاه امان الله خان په نوم شوه.

په روم کې د افغانستان سفارت ودانۍ تاریخي حیثیت لري؛ چې تر دې وروسته به یې نوم ویلا برناردي نه، بلکې ویلا امان الله وي.

په ایټالیا کې د افغانستان سفیر وحید عمر وايي، د افغانستان سفارت ودانۍ یې ځکه د امان الله ویلا په نوم کړه چې نوموړی له هېواد تر تبعید وروسته په همدې ودانۍ کې اوسېدلی دی:

" امان الله لومړنی افغان شاه و چې ایټالیا ته یې رسمي سفر وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ رسمي ډیپلوماټیک اړیکي هم د امان الله په واکمنۍ کې پیل شول."

په دغو مراسمو کې په ایټالیا کې د افغان سفارت پر کار کوونکو سربېره، د شاه امان الله غازي د کورنۍ غړو هم برخه اخیستې وه.

ښاغلي عمر پرخپله فېسبوک پاڼه لیکلي، له ایټالوي چارواکو سره په اړیکه کې دی چې د روم په نامتو پارک کې چې د نړۍ د سترو فرهنګي شخصیتونو مجسمې پکې اېښودل شوي، د مولانا جلال الدین محمد بلخي مجسمه هم کېښودل شي.

د ډیپلوماټیکو اړیکو پیل

.

د عکس سرچینه، W/Omar FB

د عکس تشریح، په ایټالیا کې د افغانستان د سفارت په ټوله نړۍ کې د افغانستان د ۶۳ ډپلوماټیک او کونسلي استازولیو له ډلې دی.

د افغان - انګلیس د درېیمې جګړې پر مهال چې افغانستان رسماً نوره د انګلیس مستعمره نه و، ایټالیا لومړنی لوېديځ هېواد و چې د افغانستان خپلواکي یې په رسمیت وپېژنده.

د افغانستان او ایټالیا ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو پیل د شاه امان الله غازي په غوښتنه وشو.

نوموړي غوښتل په دې کار سره افغانستان له هغې نړېوالې انزوا وژغوري چې انګرېزانو پرې تپلې وه.

د افغانستان او ایټالیا تر منځ ډپلوماټيک اړیکي د ۱۹۲۱‍ کال د جنورۍ په ۳مه د ایټالیا د بهرنیو چارو د وزیر (کاونټ کارلو سفورزرا) او د افغانستان د سفیر محمد ولي خان ترمنځ د دوه اړخیز ډیپلوماټیک ماموریت د هوکړې تر لاسلیک وروسته پیل شول.

له افغان - شوروي جګړې وروسته د کورنۍ جګړې پر مهال د افغانستان او ایټالیا ډیپلوماټیکي اړیکي ځنډېدلي وو.

پر ۱۹۹۳ کال چې د مجاهدینو له خوا کورنۍ جګړې زور واخیست؛ ایټالیا په کابل کې خپل سفارت وتاړه، خو په ۲۰۰۱ کال د طالبانو د رژیم تر ړنګېدو وروسته یې بېرته پرانیست.

تر هغه وروسته ایټالیا د ناټو په چوکاټ کې افغانستان ته خپل ځواکونه ولېږل او لا هم د پرېکنده ملاتړ په ماموریت کې سرتېري لري.

په روم کې د غازي امان الله خان اوسېدل

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ۱۹۳۲ کې خپور شوی. د ایټالیا پاچا درېیم ویکټوریا مانوېل، د ترکیې لومړی وزیر عصمت پاشا او د افغانستان پاچا غازي امان الله خان/ په روم کې د الوت په مراسمو کې

کله چې په افغانستان کې د غازي امان الله خان د واکمنۍ پر وړاندې کورنیو بغاوتونو زور واخیست، غازي اړ شو ایټالیا ته لاړ شي.

نوموړی د ۱۹۲۹ کال په جون میاشت کې ایټالیا ته لاړ او د ژوند تر پایه هلته و اوسېد.

هغه معلومات چې په ایټالیا کې د افغانستان سفارت پر فېسبوک پاڼه خپاره شوي، پکې راغلي چې غازي امان لله خان د ژوند تر پایه په ایټالیا کې خپل شخصي کور نه درلود.