غني د سترې محکمې لپاره رد شوې نومانده بیا ولسي جرګې ته ور وپېژندله

د عکس سرچینه، .
هغه افغان مېرمن چې درې کاله مخکې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د سترې محکمې غړیتوب ترلاسولو لپاره ولسي جرګې ته ور پېژندل شوې وه، خو رایه یې ترلاسه نه کړه، ولسمشر بیا دې جرګې ته ور پېژندلې ده.
ولسمشر غني د یکشنبې په ورځ په دوو بیلابېلو حکمونو کې انیسه رسولي او عبدالشکور مهجور د سترې محکمې د غړیتوب ترلاسولو لپاره ولسي جرګې ته ور وپېژندل.
د اشرف غني په مشرۍ د اوسني افغان حکومت تر جوړېدلو نږدې کال وروسته نوموړي دوه کسان د سترې محکمې د غړیتوب لپاره ولسي جرګې ته ور وپېژندل.
مېرمن رسولي له دې جرګې د تایید رایه ترلاسه نه کړه، خو بل نوماند سید یوسف حلیم باور رایه وګټله.
هغه مهال د افغان ولسي جرګې ځینې غړو دې پرېکړې ته غبرګون وښود او د ښځو په حق کې یې جفا وبلله.
له هغه وروسته د سترې محکمې د مشر په وړاندیز او د ولسمشر غني په منظورۍ انیسه رسولي استیناف محکمه کې د اداري فساد درنو جرمونو ته د لاسرسي مشره شوه.
ستره محکمه ۹ غړي لري چې د ولسمشر له خوا د ولسي جرګې په تایید ګومارل کېږي.
د سترې محکمې د کار مهال له مخې، له دغو کسانو درې د څلورو کلونو، درې د اوو کلونو او درې د لسو کلونو لپاره غړي دي.
انیسه رسولي د افغانستان په تاریخ کې لومړنۍ مېرمن ده چې د سترې محکمې غړیتوب ته نوماندېږي.
هغه ۵۰ کلنه ده او د کابل شمال ته پروان ولایت کې زېږېدلې ده.
ښوونځی یې کابل ښار کې لوستی و پر ۱۳۶۶ کال یې کابل پوهنتون کې لیسانس کړی او پر ۱۳۹۳ کال یې د ایران له اسلامي پوهنتون د ماسټرۍ سند په جرمپوهنه کې ترلاسه کړی دی.








