قانون شته، خو ښځې بیا هم ځورول کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, زمزمه نیازۍ
- دنده, بي بي سي
د افغانستان په ولسي جرګه کې د ښځو چارو کمېسيون وایي، د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخنیوي قانون په سمه توګه نه دی پلی شوی او لا هم په دولتي او نا دولتي ادارو کې ښځې ځورول کېږي.
په دغه قانون کې چې ولسي جرګې شاوخوا درې کاله وړاندې او ولسمشر درې میاشتې وړاندې توشېح کړ، د ښځو ځورونه تعریف شوې او د ځورونې ترسره کونکو ته سزا ټاکل شوې ده.
خو له دې هر څه سره سره اوس هم ښځې ګېله کوي چې هر ځای ځورول کېږي.
د کابل یوې اوسېدونکې ۲۵ کلنې موسکا چې له خپلې مور او څلور کلن زوی سره بازار ته راغلې، وه بي بي سي ته وویل، د ځورونې له وېرې له کوره یوازې نشي وتلی.
موسکا وایي د ښځو د ځورونې د مخنیوي قانون په اړه یې پخوا نه وو اورېدلي :
"زه خبره نه یم چې دا ډول یو قانون شته. موږ پر پولیسو هم باور نه لرو. هغوی پخپله هم پر موږ باندې پرزې ځي".

د عکس سرچینه، Getty Images
خو افغان حکومت بیا وایي، د دې ستونزې د مخنیوي لپاره لاس پر کار دی.
د بېلګې په توګه ځیني حکومتي کسان په عامو لارو کوڅو کې یوازې د همدې لپاره ګومارل شوي چې د ښځو د ځورونې مخنیوی وکړي. د همدې کسانو له ډلې یوه یې بي بي سي ته وویل، کله چې دوی یو کس د ښځو د ځورونې په تور ونیسي او د پولیسو حوزې ته یې بیایي، او تر هغه وروسته قانوني چلند ورسره کېږي.
د کابل د پولیسو د ۱۱مې حوزې چارواکي وایي، یوازې په دوه ورځو کې شل داسې کسان نیول شوي چې ښځې یې ځورولې. د دې حوزې امر هغه کتاب راوښود چې په لار او بازار د ښځو ځوروونکو نومونه پکې لیکل شوي وو. په دې کتاب کې ځوروونکو ټولې ځانګړنې ثبتېږي او ځوروونکي بایومیټریک کېږي.
د ښځو د ځورونې د مخینوي قانون کې ځوروونکو ته نغدي جریمه او د بند سزا هم ټاکل شوې.
د ښځو لپاره هم خپل شکایت ثبتولو تر ټولو اسانه لار دوی ته اړوندې امنیتي حوزې دي.
په افغانستان کې هغه ښځې چې له کورونو بهر کار کوي او په ټولنیزو چارو کې فعالې دي وایي، جنسي ځورونه د دوی په کاري چاپېریال کې ورته تر ټولو لوی خنډ دی، او د همدې ستونزې له کبله نشي کولی په خپلو دندو کې مخکې ولاړې شي.











