تخار کې د پېژندپاڼو لس زره غوښتنليکونه باطل اعلان شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د تذکرو د زرګونو غوښتنلیکونو د ناقانونه وېش په اړه د معلوماتو تر برسېرېدو وروسته، افغان حکومت په تخار ولایت کې دغه فورمې باطلې اعلان کړې دي.
د وګړثبتونې مرکزي ادارې څلور ورځې وړاندې په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازي عبدالباقي ملکزاده ته د تذکرو د ویش ۱۰ زره غوښتنپاڼې وسپارلې چې له کابله یې تخار ته ولېږدوي.
د افغانستان په قوانینو کې راغلي چې محرم او با ارزښته اسناد باید د پوست له لارې له یوې ادارې بلې ته ولېږدول شي.
د وګړثبتونې ادارې ویاند روح الله احمدزی وایي، د دغې ادارې د مقررې له مخې دوی د اړتیا په وخت کې مهم اسناد د باوري چارواکو په مټ له یوه ځایه بل ته لېږدوي.
نوموړي بي بي سي ته وویل چې دا ځل د تخار د خلکو یوه استازي په دې برخه کې ناقانونه کار کړی دی.
ښاغلی احمدزی وايي، "له هوایي ډګره د تخار د وګړثبتونې امریت ته په لاره دغه فورمې ورکې شوي دي، مونږ د فورمو د لېږد مسئولیت یوه وکیل صاحب ته ورکړی و، اوس دغه لس زره پاڼې له کاره لوېدلې اعلان شوي دي".
کابل د دې مسئلې د څېړنې لپاره یو پلاوی هم تخار ته استولی دی.
د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور وایي چې د ویشل شویو غوښتنپاڼو له ډلې تراوسه څلور زره بېرته راټولې شوي دي.
نوموړی وايي، "په دې اړه له کابله ټاکل شوی پلاوی تخار ته را رسیدلی او څېړنې یې پیل کړې دي، هیله ده چې له ارزونو وروسته له دې وکیل سره قانوني چلند وکړي".

د عکس سرچینه، fb
په ولسي جرګه کې د تخار استازی عبدالباقي ملکزاده بیا دا تورونه ردوي او وایي د پیژندپاڼو اړوند دا فورمې تخار کې د محلي ادارې له خوا ویشل شوې دي.
نوموړی وايي، "لس زره پاڼې چې له دې ځایه تخار ته تللي، ما اړوندې ادارې ته سپارلي او هغوی د واردیدو قید ورکړی دی، دوی دغه پاڼې په دوو ولسوالیو کې ویشلې وې چې بېرته یې راټولې کړي دي، یو شمیر یې اوس هم له اړوندې ادارې سره شته".
له کله چې راتلونکو ټاکنو کې د رایو ورکولو لپاره تذکرې معیار وګرځول شوې، نو د تذکرو غوښتنې ډېرې او ویش یې هم ګړندی شو.
د ولسي جرګې هر نوماند باید د زرو کسانو ملاتړ او د هغوی د تذکرو کاپیانې له ځان سره ولري، هغه معیار چې د تذکرو غوښتنې یې ډیرې کړي دي.
د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې څلور میاشتې وروسته د تلې په ۲۸ نېټه کېږي، خو سر له اوسه داسې اندېښنې شته چې ممکن دغو ټاکنو کې درغلۍ وشي او یو کس څو ځله رایه ورکړي.










