عبدالله: پېژندپاڼې دې د ټولو له قانع کولو وروسته ووېشل شي

د عکس سرچینه، CEO
د افغانستان اجراييه رييس عبدالله عبدالله وايي د برېښنایي پېژندپاڼو (تذکرو) د وېش ځنډېدل ښه چاره ده او تر هغه چې ټول افغانان پرې قانع شوي نه وي پيل نه شي.
ښاغلي عبدالله د وزیرانو غونډې ته وویل، د داسې سلا مشورو او هوکړې پلوی دی چې د بېلتانه پرځای یووالی راولي.
نوموړی وايي "دا مسايل بايد د خلکو د اختلاف او وېش لامل نه شي، دا ملي هويت دی او پايله يې هم بايد دا وي چې خلک سره نژدې کړي او د يووالي لامل شي".
نژدې يو کال وړاندې ولسمشر غني تقنيني فرمان ورکړ چې په پېژندپاڼه کې قوم، مذهب او ملت وليکل شي، چې تېره مياشت د ځينو مخالفتونو وروسته د ملي شورا د ګډ کميسيون له خوا تاييد شو.

د عکس سرچینه، CEO
په دغو پېژندپاڼو کې د ټولو وګړو له پاره د افغان ټکي کارېدل، د ځینو له نیوکو سره مخامخ شوي چې وایي دا یوازې د پښتنو نوم دی او نور قومونه نه رانغاړي.
ځينې نور بیا وايي د اساسي قانون له مخې ټولو ته افغان ويل کېږي او بايد په تذکرو کې د ټولو لپاره افغان وليکل شي.
د افغانستان د نفوسو او احوال ثبتولو اداره وایي د دغه بهير پيليدو ټول تدابير نيول شوي او د ولسمشر فرمان ته انتظار دي.







