اشرف غني: ولسمشرۍ او ولسي جرګې ټاکنې به په خپل وخت وشي

د عکس سرچینه، ARG
- Author, سید ولي ناصر
- دنده, بي بي سي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ولسمشرۍ او ولسي جرګې ټاکنې به په خپل وخت تر سره شي او د ملي وحدت حکومت ځان مکلف بولي چې د ټاکنو تر سره کولو لپاره سرچینې برابرې کړي.
افغان ولسمشر دغه څرګندونې نن چارشنبه د مارچ ۷مه د ملي شورا د شپاړسمې دورې د اتم کاري کال د پرانیستې په مراسمو کې وکړې.
ښاغلي غني پخپلو خبرو کې وویل، د رڼو ټاکنو تر سره کول، د نظام د مشروعیت په پیاوړتیا کې مرسته کوي، نو ځکه د ملي وحدت حکومت ژمن دی چې د ټاکنو امنیت خوندي او په ځانګړي ډول د امنیتي ځواکونو، ملکي ادارو او سیاسي کړیو د لاسوهنې مخه ونیسي.
محمد اشرف غني د ملي شورا له غړو څخه مننه وکړه چې پخپله کاري دوره کې یې د خلکو د غوښتنو په رسولو او له نظام سره د هغوی د اړیکو په ټینګولو کې د ده په وینا رغنده رول لوبولی دی:
"په تېرو درېوو کلونو کې ۳۰۰ قوانین او تقنیني فرمانونه تدوین او تصویب شوي دي چې لویه لاسته راوړنه ده."
ښاغلي غني پر داسې مهال پر خپل وخت د ټاکنو پر تر سره کېدو ټینګار کوي چې د راتلونکو ولسمشریزو او ملي شورا ټاکنو مهال لا مشخص شوی نه دی.
ټاکل شوې وه د ولسي جرګې ټاکنې د ۱۳۹۴ لمریز کال په غوایي میاشت کې ترسره شوې وای خو هغه مهال دولت دغه ټاکنې ترسره نه کړای شوې او ولسمشر د یوه فرمان پر بنسټ د ولسي جرګې کاري وخت تر راتلونکو ټاکنو وغځاوه.

د عکس سرچینه، IECA
پتېیل شوې وه چې د افغانستان د ملي شورا ټاکنې د راتلوتکي ۱۳۹۷لمریز کال په اوړي کې ترسره شي، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره میاشت یو ځل بیا وویل، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې په ټاکل شوي وخت نه ترسره کېږي.
د ټاکنو کمېسیون کمېشنر سید حفیظ هاشمي ویلي، د دوی په کمېسیون کې پخواني ټکني کارونه او د پرمختګونو پروړاندې ځینې خنډونه پروخت د ټاکنو د ترسره کېدو مخه نیولې.
نوموړی د دغو ستونزو له ډلې یوه یې د مشرتابه په ادلون بدلون د وخت ضایع کېدل بللي وو.
نا امني او د بودیجې کمښت د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې لوی خنډونه یادېږي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د دغه بهیر ترسره کېدو لپاره ۲۱۰ میلیونو ډالرو بودیجې ته اړتیا ده چې دغه کمېسیون لا تراوسه نه ده ترلاسه کړې.
د افغانستان د اساسي قانون د ۸۳مې مادې له مخې، د ولسي جرګې د منتخبو غړو د کار پای موده د کاري دورې په پنځم کال د چنګاښ/سرطان میاشتې په لومړۍ نېټه د نویو ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته پای ته رسېږي.
ترڅنګ یې په قانون کې دا خبره هم شوې چې د کاري دورې له پای ته رسېدو ۳۰ یا ۶۰ ورځې وړاندې دې ټاکنې وشي.









