جنرال دوستم: افغانستان ته زما د تګ مخه نیول کېږي

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم وايي، د ده پر وړاندې داسې توطئې شته چې افغانستان ته ستون نه شي. که څه هم د عبدالرشید دوستم پلویانو څه موده وړاندې ویل چې نوموړی به نژدې وخت کې کابل ته راستون شي، خو ښاغلي دوستم د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې د ترکانو فرهنګي فدراسیون غونډې ته له ترکیې د ټلیفون له لارې ویلي، افغانستان ته یې د تګ مخنیوی کېږي.
ښاغلي دوستم که څه هم نه دي ویلي چې څوک یې مخنیوی کوي، خو زیاته کړې یې ده، توطیې داسې دی چې دی ترکیې کې پاته شي.
نوموړی وايي، اوس وخت کې اړتیا ده چې دی افغانستان ته لاړ شي. نوموړي دغه راز ویلي، په جوزجان ولایت کې د داعش ډلې وسله والو ډېرېدو په اړه اندېښمن دی. ښاغلی دوستم وايي، داعش نومې ډله د جوزجان په قوش تیپه کې عملاًجنګیالي ګوماري او خپل حضور پراخوي.
''د وسله والو مخالفینو په لیکو کې، چیچنایان ازبکستانيانیان، قزاقان او فرانسوي اتباع شته، دغه ډلې لوی پلانونه لري، غواړي ازبکستان او تاجکستان نارامه کړي، دغه ډلې غواړي ترکمنستان ته ننوځي، که څه هم دغه هېواد ځان بې پرې بولي، نو دوستمه په داسې یوه وضعیت کې ته دلته څه کوې؟ باید افغانستان کې اوسې، خو یو لړ توطئې او پلمې دي چې زه باید دلته پاته شم. ''
ښاغلي دوستم ویلي، له دندې د عطا محمد نور لرې کېده، د ده په خبره د داعش واکمنېدو ته لاره پرانیزي.
له هغه وروسته چې د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي پر جنرال عبدالرشید دوستم او د هغه پر ساتونکو د جنسي ځورونې تور پورې کړ، ښاغلی دوستم او ساتونکي یې د قضايي ادارو تر تعقیب لاندې راغلل.
څه موده وړاندې به کابل کې لومړنۍ محکمې د جنرال دوستم ساتونکو ته په دې تړاو، هر یو ته د اته کاله بند سزا ور کړه خو د ښاغلي دوستم نوم په دغه ډله کې نه و.

ښاغلی دوستم په ظاهره د درملنې لپاره ترکیې ته تللی، خو له وروستیو څرګندونو او څو میاشتې وړاندې مزار ته د هغه د الوتکې د راتلو له مخنیوي چې خپله د دوستم ډلې هغه وخت رد کړي و، داسي ښکاري چې دولت یې افغانستان ته د تګ مخنیوی کوي.
و مو غوښتل په دې اړه د ارګ نظر واخلو، خو ونه توانیدو، له دې وړاندې بیا ارګ ویلي، د دوستم د راتګ پر وړاندې هیڅ خنډ نه شته.








