''د دوستم لوړ پوړو ګوندي ملګرو له هغه سره اړیکي پرې کړل''

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي جنبش دوه لوړ پوړي چارواکي وايي، د دغه ګوند زیات شمېر لوړ پوړو چارواکو له ښاغلي دوستم سره چې د ولسمشر لومړی مرستیال هم دی اړیکي پرې کړي دي.
دغو لوړ پوړو چارواکو سې شنبې پر ورځ له ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدلي او له هغه یې غوښتي چې ترک قوم ته په حکومت کې ډېره ونډه ورکړي.
جنرال دوستم له څو میاشتو راهیسې په ترکیې کې ظاهراً په تبعید کې ژوند کوي.
داسې ښکاري چې د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال او د ملي جنبش ګوند مشر جنرال دوستم نژدې کسان کرار- کرار له هغه واټن اخلي او ترې لېرې کېږي.
په وروستيو کې د دغه ګوند یو شمېر لوړ پوړي چارواکي د ښاغلي دوستم له مشورې پرته له ولسمشر غني سره کتلي دي. د پلاوي یوه غړي چې په وروستیو کې یې له ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدلي بي بي سي ته وویل، دوی د جنرال دوستم له کړنو خوښ نه دي.
د جنبش ګوند دغه غړي د ګوند د مشر په توګه د جنرال دوستم زوی باتور دوستم ته په اشارې سره وویل، جنرال دوستم د ګوند مشري میراثي کړې ده.
له ولسمشر سره په لیدنې کې د ترک ټبر په استازیتوب د ملي جنبش لوړ پوړی غړی او جنرال دوستم ته نژدې کس سید نورالله سادات، د ښاغلي دوستم لوړ پوړی سلاکار شاکر کارګر، د افغانستان د نورم او ستندرد ادارې مشر نقیب الله فایق، د نوي جنبش ګوند یو بنسټ اېښودونکی عالم ساعي چې احمد ایشچي سره یې د ښاغلي دوستم په مخالفت کې دا ګوند جوړ کړ او ځینې نورې پېژندل شوې څېرې شاملې وې.
ښاغلی فایق وايي دوی له ولسمشره وغوښتل چې د ترک ټبر لوستي ځوانانو ته په حکومت کې دندې ورکړي.
د ښاغلي دوستم دفتر بي بي سي سره خبرو کې تایید کړه چې له ولسمشر سره د ترک ټبر او ملي جنبش دغو لوړپوړو غړو لیدنه د ګوند له مشر سره له همغږۍ پرته ترسره شوې ده.
له ولسمشر سره د لیدونکي پلاوي یوه غړي د خپل نامه نه یادولو په شرط وویل دغې ډلې له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې غونډې لرلې او بالاخره یې پرېکړه وکړه چې نور د جنرال دوستم په تمه پاتې نه شي او د ترک ټبر د حقونو غوښتلو لپاره مخامخ له ولسمشرۍ ماڼۍ سره خبرې وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا په داسې حال کې ده چې د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه ټولو ښاغلی دوستم په ملي یووالي حکومت کې د ترک ټبر استازی باله.
د پلاوي یو غړي وویل د جنبش ګوند میراثي شوی، نو له همدې کبله نور د زغم وړ نه دی.
ښاغلی دوستم پر خپل یوه سیال احمد ایشچي د جنسي تېري په تور له واکه لېرې ساتل شوی او میاشتې وشوې چې په ترکیې کې ژوند کوي.
یو ځل ښاغلي دوستم هڅه وکړه چې افغانستان ته ستون شي، خو د سپرلۍ الوتکه یې د مزارشریف په هوایي دګر کې کېښناستو ته پرې نښودل شوه.









