کابل کې د امریکا سفارت د اېشچي په تړاو د دوستم د دوسیي څېړل غواړي

د عکس سرچینه، .
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست وايي، نړیواله ټولنه او د افغانستان خلک د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم د دوسیې د څېړلو ملاتړ کوي.
د هوګو لارنس په خبره، د جنرال دوستم په وړاندې د جنسي ځورونې او ناوړه ګټې اخیستنې تورونه په بشپړ ډول جدي دي.
"زما حکومت، نړیواله ټولنه او د افغانستان خلک د ولسمشر د لومړي مرستیال دوستم او د هغه د ملګرو د قضیې په تړاو د روانو جدي پلټنو او ممکنو قانوني ګامونو اوچتولو ملاتړ کوي".
جنرال عبدالرشید دوستم د ملي جنبش ګوند له مخکني مرستیال او د جوزجان پخواني والي احمد اېشچي سره پر بد جنسي چلند تورن دی.
احمد ایشچي تېر کال ادعا وکړه چې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم او ساتونکو یې له جنسي پلوه ځورولی دی.
جنرال دوستم دغه ادعا رد کړه.

د عکس سرچینه، .
که څه هم له دغې ادعا شاوخوا یو کال تیریږي خو د ولسمشر د لومړي مرستیال په تړاو لا کوم ځانګړی تصمیم نه دی نیول شوی.
خو لویې څارنوالۍ د جنرال دوستم له یو شمېر ساتونکو پوستنې ګرویږنې کړې دي چې پایله یې لا نه ده روښانه.
د رپوټونو له مخې افغانان د افغانستان پر عدلي او قضايي ادارو چندان باور نه لري او که د احمد اېشچي دوسیې ته پام ونه شي نو ښايي دا بې باوري لا ډېره شي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون یوې خبري غونډې ته وویل دا یوه حقوقي موضوع ده او نه غواړي د سیاسي شخصیتونو په اړه خبرې وکړي.
هغه وویل په دې اړه د خبرو کولو حق او واک له عدلي او قضايي ادارو سره دی:
"د لومړي مرستیال په تړاو مسله عدلي او قضايي ده، ادعا د دوو کسانو ترمنځ ده او حکومت یې ترمنځ بې طرفه دی. او د افغانستان د لوی څارنوال په اجازه یې سفر کړی دی".

د عکس سرچینه، .
خو د ولسمشر لومړي مرستیال ته یوه نژدې کس د ولسمشر دغه څرګندونې رد کړې.
دغې سرچینې بي بي سي ته وویل په لویه څارنوالۍ کې د ښاغلي دوستم پر وړاندې هیڅ دوسیه نشته.
هدغه دا هم ردوي چې ښاغلی دوستم د لویې څارنولۍ په اجازه بهر ته تللی دی.









