'د ملي امنیت مشر له جنرال دوستم غوښتي چې کابل ته ستون شي'

د عکس سرچینه، .
وروسته له دې چې د اسلامي جمعیت، ملي اسلامي جنبش او د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوندونو ټلواله جوړه کړه، د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم دفتر ویلي چې د ملي امنیت د ریاست مشر معصوم ستانکزي پرون، سه شنبه د چنګاښ ۱۳، د ترکیې انقره ښار کې له ښاغلي دوستم سره کتلي او خبرې اترې یې ترسره کړي. خو د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ارګ له دې خبر نه دی.
د جنرال دوستم د دفتر مشر عنایت فرهمند د بي بي سي خبریال تاج الدین سروش ته ویلي چې ښاغلي ستانکزي له جنرال دوستم غوښتي چې کابل کې "د افغانستان د سیاسي مشرانو په نژدې وخت کې ترسره کېدونکې ناستې" کې دې ګدون وکړي، خو په دې اړه یې ډېر جزییات ورنه کړل.
تېره اونۍ د جنرال دوستم په مشرۍ د ملي اسلامي جنبش، د صلاح الدین رباني په مشرۍ او د عطامحمد نور په ګډون د اسلامي جمعیت او د محمد محقق په مشرۍ د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوندونو د "د افغانستان د ژغورنې لپاره د ایتلاف عالي شورا" په نامه ټلواله جوړه کړه.
نوې جوړې شوې شورا له افغان ولسمشر غني غوښتي چې د دوی په ټکو له خپلو "ناقانونه اقداماتو" دې لاس واخلي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال د واکونو بېرته ورګرځول، د ملي یووالي حکومت د هوکړې پر بنسټ د کابینې د وزیرانو او د اجرایيه ریاست مرستیالانو واکونه بېرته ورګرځول، په امنیتي ادارو کې بنسټیز سمونونه راوستل، د حکومت منځ کې د سیاسي غاړو ترمنځ د باور بیا راژوندي کول، د اداري سمون او د ټاکنو کمیسون د غړو په ټاکلو کې بیاکتنه او ځینې نورې هغه غوښتنې دي چې دې شورا مطرح کړې دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ د ټلوالې د اعلانېدو په غبرګون کې وويل، په دې ایتلاف کې شامل کسان د حکومت غړي دي او د حکومت کمی او لاسته راوړنې همدوی ته متوجه دي.
د بلخ والي عطامحمد نور چې د اسلامی جمعیت ګوند اجراییه مشر هم دی، د بي بي سي خبریال ته ویلي چې ارګ هڅه کوي دغه ټلواله سره ووېشي.
د ولسمشر لومړی مرستیال ښاغلی دوستم وروسته له دې چې پر احمد ایشچي د ده له خوا د جنسي ځورونو د تور د دوسیو، سیاسي فشارونه او نیوکې ډېرې شوې ترکیې ته ولاړ.
د بلخ والي عطا محمد نور چې له ولسشمر محمد اشرف غني سره یې هوکړې کومې ښکاره پایلې نه درلودې، په دې ورستیو کې د پراخو مدني اعتراضونو ګواښ کړی و.
د اجرایه ریاست دویم مرستیال محمد محقق څه موده وړاندې د هزاره لږکیو له خوا د افغان دولت ضد مدني اعتراضونو کې د دولت په پلوۍ درېدلی و.
ټاکل شوې دا نوې جوړه شوې شورا په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې رسماً خپل موجودیت اعلان کړي.








