"په نظام کې شتون او پر نظام نیوکې دواړه نشي کېدای"

نوی ايتلاف

د عکس سرچینه، Enayat Farahmand Facebook

د عکس تشریح، واشنګټن پوست ورځپاڼه وايي د حکومت ضد ټلوالې جوړونکي سياستوال په خپله حکومت کې لويې دندې لري
    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي لندن

واشنگټن پوست:

امريکايۍ ورځپاڼې واشنگټن پوست د ځينو افغان سياستوالو له لوري نوې رامنځته شوې ټلوالې ته کتنه کړې چې په دې وروستيو کې په ترکيه کې جوړه شوه.

ورځپاڼه وايي د دغه حکومت ضد ټلوالې جوړونکي سياستوال په خپله حکومت کې لويې دندې لري. ورځپاڼې له کړکېچه د افغانستان ژغورلو په نامه د نوې جوړې شوې ټلوالې غوښتنو او همداراز پر وړاندې يې د حکومت غبرگون ته اشاره کړې، چې په وينا يې د سړې سينې او کرار و.

خو ورځپاڼه وايي په دې تړاو لا د اجراييه رييس عبدالله عبدالله غبرگون مخې ته نه دى راغلى.

واشنگټن پوست د نوې رامنځته شوې ټلوالې په اړه د گلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي گوند غبرگون هم راخيستى چې وياند يې ياده ټلواله مشکوکه بللې.

د دغه گوند وياند امين کريم پوښتلي، چې د ټلوالې مشران ولې تر اوسه غلي وو؟ نوموړي زياته کړې داسې نشي کېداى چې هم په نظام کې اوسې او هم ورباندې نيوکې وکړې.

ضياالحق
د عکس تشریح، ډان ورځپاڼه وايي ضياالحق په خپله لس کلنې واکمنۍ کې پاکستان له يوۀ سکيولر هېواده نژدې په بشپړه توگه په يوۀ روحاني نظام بدل کړ

ډان:

پاکستان چاپې ډان ورځپاڼې پاکستان کې د ضياالحق واک ته د رسېدو څلوېښتمې کليزې په پلمه د نوموړي ميراث ته کتنه کړې.

ورځپاڼه وايي ضياالحق په خپله لس کلنې واکمنۍ کې پاکستان له يوۀ سکيولر هېواده نژدې په بشپړه توگه په يوۀ روحاني نظام بدل کړ.

ورځپاڼه وايي په پاکستان کې د ضياالحق په لاس د نظام جوړه شوې دغه بڼه له دريو لسيزو وروسته اوس هم پايدلې او داسې نه بريښي چې يو بل نظام يې ځاى ونيسي.

د ورځپاڼې په وينا محمد علي جناح د داسې نظام پلوى نه و چې پر مذهب ولاړ وي، خو د پاکستان د جوړېدو پر مهال يې مذهبي هڅونې هم له پامه نه وې غورځولې، خو ضياالحق بيا داسې گامونه پورته کړل چې دغه هېواد يې يوه روحاني نظام ته واړوۀ.

عراق

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د عراق په موصل کې نوري جومات

نيويارک ټايمز:

امريکايۍ ورځپاڼه په عراق او سوريه کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې ماتې خوړو ته په اشاره وايي دغه ډله اوس د اورپکۍ خپلې لومړنۍ بڼې ته ور اوښتې او د خرپ او ترپ جگړه کوي چې دا گواښ به يې اوږدمهالى وي.