جنرال دوستم د ولسمشرغني څرګندونې " ناسمې" وبللې

د عکس سرچینه، ARG/ABdulRashidDostum/FB
د افغان ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د ولسمشر اشرف غني د هغو څرګندونو پر وړاندې غبرګون ښودلی چې ویلي یې ول " لومړی مرستیال د لوی څارنوالۍ په حکم له افغانستانه وتلی دی".
د ښاغلي دوستم دفتر ویلي: " دا موضوع له حقیقته لېرې ده او د اساسي قانون پر بنسټ لوی څارنوالي دا واک نه لري."
نن د افغانستان لوی څارنوالۍ وویل، د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم دوسیه محکمې ته سپارل شوې ده.
دوستم د جوزجان د پخواني والی احمد اېشچي پر جنسي ځورونه تورن دی.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي د بي بي سي له خبریال محفوظ زبیدي سره په خبرو کې وویل، چې د قانوني پړاوونو لپاره یې دوسیه محکمې ته سپارلې ده.
احمد اېشچي نژدې اته میاشتې مخکې ادعا وکړه، چې ښاغلي دوستم او ساتونکو یې د جوزجان مرکز شبرغان کې وتښتاوه او بد جنسي چلند یې ور سره وکړ.
له هغه وروسته د افغانستان لویې څارنوالۍ د دې مسلې دوسیه پرانیسته.
د ښاغلي دوستم دفتر نن چهارشنبه د چنګاښ ۱۴ خبرپاڼه کې کاږلي چې "د مدعي )احمد ایشچي( له ادعا سره سم د قضیې د روښانولو لپاره له یو شمېر سرتېرو د پوښتنو په برخه کې همکاري شوې ده چې دا موضوع د لوی څارنوالۍ له خوا څېړل شوې او محکمې ته سپارل شوې، دا له د ولسمشر لومړي مرستیال پورې هېڅ اړه نه لري".

پرون د ښاغلي دوستم او ښاغلي اېشچي د دعوا په هکله په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر هوګو لارنس وویل، چې نړیواله ټولنه او د افغانستان خلک د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم د دوسیې د څېړلو ملاتړ کوي.
ښاغلی لارنس وايي:"زما حکومت، نړیواله ټولنه او د افغانستان خلک د ولسمشر د لومړي مرستیال دوستم او د هغه د ملګرو د قضیې په تړاو د روانو جدي پلټنو او ممکنو قانوني ګامونو اوچتولو ملاتړ کوي".
خو د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر د ښاغلي لارنس خبرې " غیر مسولانه" او اندېښمنوونکې بللې دي او ویلې یې دي چې"د حذف سیاست د افغانستان او د نړیوالو ملاتړو په ګټه نه دی".
ښاغلي دوستم، د بلخ والي عطامحمد نور او د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق څه موده وړاندې په ترکیه کې ایتلاف جوړ کړ.








