د ولسمشر مرستیال جنرال دوستم پر ده له لګېدلو تورونو وروسته کابل ته ستون شو

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نورګل شفق
- دنده, بي بي سي
د افغان ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم له هغه وروسته نن له شبرغانه بېرته کابل ته راستون شو چې د جوزجان د پخواني والي احمد اېشچي د بندي کولو او شکنجه کولو تور پرې ولګېد.
د ښاغلي دوستم دفتر کابل ته د هغه بېرته راستنېدل یوه عادي خبره ګڼي او وايي ښاغلی دوستم به په کابل کې د ملي جنبش ګوند په څلورمه عمومي غونډه کې ګډون وکړي.
احمد ایشچي بیا کابل ته د جنرال دوستم له رارسېدو وروسته بي بي سي ته ویلي چې دی د جنرال دوستم محاکمه کېدل غواړي.

د ولسمشر لومړی مرستیال کابو درې میاشتې وروسته له شبرغانه پلازمېنې کابل ته راستون شو.
هغه د تمې خلاف د سالنګ پر کږو وږو لارو کابل ته راغی. د جنرال دوستم د ګاډو کاروان د سلګونو وسله والو کسانو له خوا ساتل کېده.
ښاغلی دوستم پر ولسمشر محمد اشرف غني نیوکه کوي چې د ده صلاحيتونه يې کم کړي او ویلي يې وو تر هغو به کابل ته ستون نشي چې صلاحیتونه يې بېرته ورنه کړل شي.
همدا راز هغه شکایت کاوه چې په شمال کې د وسله والو طالبانو پر ضد جګړه کې د مرکزي حکومت له لوري د ده سم ملاتړ نه دی شوی.
د ښاغلي دوستم د دفتر مشر عنایت بابر فرهمند وویل، د جنرال دوستم غوښتنې تر اوسه نه دي منل شوي.
ښاغلی فرهمند وايي "ځینې هغه ګونګوسې او نیوکې چې موجودې وې او د یو شمېر کړیو له خوا د یوه کس د ادعاو پر بنسټ لمن ورته ووهل شوه او رسنيزې شوې، د لومړي مرستیال له غوښتنو او قانوني اعتراضونو سره مستقیمه اړیکه لري. "

د عکس سرچینه، AFP
جنرال دوستم داسې مهال کابل ته راغلی چې لا هم د خلکو تر منځ د ده له خوا د جوزجان له پخواني والي احمدایشچي سره د شوي ناوړه چلند او شکنجې ادعاوې تودې دي او د لويې څارنوالۍ لخوا د دغو تورونو څېړنه روانه ده.
په همدې تړاو د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، چې پر ټولو به قانون یو ډول پلی کېږي.
احمدایشچي د عدلي طبي څېړنو لپاره په بګرام کې د امريکايي ځواکونو روغتون ته واستول شو خو د دغو څېړنو پایلې پټې ساتل شوې دي.
جنرال دوستم پخپله دغو تورونو ته ځواب نه دی ویلی خو ده ته نږدې کسانو دا یوه دسیسه ګڼلې او تورونه يې رد کړي دي.
پر ښاغلي اېشچي د جنرال دوستم له خوا د ناوړه چلند او شکنجې ادعاوو پراخ ملي او نړيوال غبرګونونه راوپارول. اروپايي ټولنې، د امریکا، برتانیا او یو شمېر نورو هېوادونو سفارتونو په بې طرفانه او شفاف ډول د دې قضيې د څېړلو غوښتنه وکړه.








