هغه ۵ کسان نیول شوي چې د جنرال دوستم د وژلو هوډ یې لاره

د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، د افغان ولسمشرد لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د وژلو له دوو پلان شویو بریدونو یې مخنیوی کړی.
د ملي امنیت ویاند حسیب صدیقي بي بي سي ته وویل، په دوو بېلا بېلو عملیاتو کې یې ۵ ځانمرګي برید ګر نیولي چې غوښتل یې د افغان ولسمشر پرلومړي مرستیال برید وکړي.
د ملي امنیت ویاند وايي، د دغو کسانو له ډلې څخه یې یو په مزارشریف کې نیولی دی دغه کس غوښتل چې شمال ته د جنرال دوستم د سفر په ترڅ کې پر هغه ځانمرګی برید وکړي.
صدیقي وايي، په کابل کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۴ برید ګر یې نیولي چې غوښتل یې ښاغلی دوستم په نښه کړي.
د ملي امنیت د څېړنو پر بنسټ دغه کسان تازه کابل ته راغلي وو او د کابل په لویدیځ کې په ۵ ناحیه کې پټ شوي وو چې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ونیول شول. نیول شویو کسانو منلې، چې د طالبانو له ډلې څخه دي خو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

عبدالرشید دوستم هغه نظامي ځېره ده چې په نوویمه لسیزه کې په افغانستان کې د طالبانو له ډلې سره جنګېدلی.
په ورستیو ورځو کې د کابل امنیت خراب شوی په تېره یوه اونۍ کې ۳ ځانمرګي بریدونه پرله پسې وشوه.
ملي امنیت وايي:،،د هېواد په بېلا بېلو برخو کې په دا ورستیو دوو میاشتو کې یې ۱۵۰ ځانګړي عملیات تر سره کړي چې له همدې کبله د طالبانو ډلې خپل پام لویو ښارونو ته اړولی،،








