د ولسي جرګې ځینې غړي د اېشچي د ادعاوو جدي څېړل غواړي

د عکس سرچینه، AFParliament
د ولسي جرګې ځینې غړي د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په تړاو د جوزجان د پخواني والي او د ملي اسلامي جنبش د پخواني مرستیال احمد اېشچي د ادعاوو جدي څېړل غواړي.
د احمد اېشچي ادعاوې د ولسی جرګې د بحث توده مسله وه، چې وایي، جنرال دوستم بندي او شکنجه کړی دی. د جرګې ځینې غړي وایي، له ښاغلي اېشچي سره د جنرال دوستم ادعا شوی چلند د افغانستان حیثیت زیانمنوي.
خو د جنرال دوستم پلویان دا ادعاوې بردوي.
د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر چې د نننۍ غونډې مشري کوله، له حکومت د دې ادعاوو د څېړلو غوښتنه وکړه: "د ولسمشر د لومړي معاون او احمد اېشچي د ادعاوو په هکله د افغانستان له حکومت غواړو چې موضوع په عادلانه او جدي توګه وڅېړي، ترڅو سلامت او ملات معلوم شي او مجرم ته د قانون سره سم سزا ور کړل شي".
دا غبرګون له هغه وروسته دی چې د عبدالرشید دوستم سیاسي مخالف او د ملي اسلامي جنبش پخواني مرستیال احمد اېشچي د سې شنبې په ورځ وویل، جنرال دوستم او ساتونکو یې وهلی او جامې یې ترې اېستلې دي او د جنسي تېري هڅه یې کړې ده.

د عکس سرچینه، .
د اروپایي ټولنې، امریکا او برتانیا سفارتونو او نورو نړیوالو ادارو د احمد اېشچي سره د بد چلند په تړاو ادعاوو په هکله اندېښنه ښودلې او په دې برخه کې یې هر اړخیزې پلټنې غوښتې دي.
خو د افغانستان د ولسمشرۍ لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم دفتر په یوه بیانیه کې له نړیوالو ادارو غوښتي، چې په غبرګون کې له بیړې او وارمخکې قضاوت ډډه وکړي.
دوی خبرداری ور کړی چې دغه ادعاوې "اوس څېړل کېږي" او وارمخکې قضاوت او دریځ نیول "په حقیقت کې د ادارو او حکومتي چارواکو خپلواکي له پوښتنې سره مخ کوي".
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم ویلي، چې په دې تړاو "هر اړخیزې پلټنې" کوي او عدلي او قضايي ادارې به د دې پلټنو له مخې "ګام" پورته کړي.








