ایشیا فونډېشن: افغانستان کې له دولته د خلکو ناهیلۍ کچه لوړه شوې

ایشیا فونډېشن

د عکس سرچینه، Asia Foundation

د عکس تشریح، په دې سروې کې ۲۵ سلنه ښاري او ۷۵ سلنه کلیوالې سیمې تر پوښښ لاندې راوستل شوې دي

د اسیا بنسټ (ایشیا فونډېشن) په خپلې نوې سروې کې ویلي؛ له ۲۰۱۳ کال راوروسته په افغانستان کې د ناهیلیو لړۍ روانه ده او په ۲۰۱۶ کال کې یوازې نژدې ۳۰ سلنه خلکو ویلي چې هېواد يې پر سم لور روان دی.

دغه بنسټ زیاته کړې؛ تر ۲۰۰۴ کال راوروسته چې ایشیا فونډېشن هرکال له دولته د خلکو د رضایت کچه ارزوي، اوسنۍ شمېره ددغه هېواد د خلکو د هیله مندۍ ترټولو ټیټه کچه ښيي.

په ۲۰۱۵ کال کې افغانستان کې ۳۶،۷ سلنه خلکو باور درلود چې هېواد یې پر سم لور روان دی.

ددغه بنسټ په وینا، په ۲۰۱۵ کال کې د خلکو ناهیلي په دغه هېواد کې تر ولسمشریزو ټاکنو وروسته ترېنګلتیاوو له امله وه.

افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزې ټاکنې ددغه هېواد تر ټولو ناندریزې ټاکنې وې چې د کاندیدانو ترمنځ د جنجالونو له امله میاشتې وځنډېډې او په پایله کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځګړتوب د ملي یووالي حکومت رامنځته شو.

د ایشیا فونډېشن په وینا، ښکاري په ۲۰۱۶ کال کې د ناهیلیو زیاتوالی د امنیت، اقتصاد او د افغانستان دولت لاسته راوړنو ته د خلکو د نظرونو بدلېدل څرګندوي.

د ۲۰۱۶ کال په لومړیو کې له طالبانو سره د سولې خبرو او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي سره د سولې ناکامېدل چې ډېرو سیاسي ډلو ته د منلو وړ نه وه هم د ناهیلۍ له عواملو یاد شوي دي.

ددغه راپور له مخې؛ افغانستان کې خلک پر دولتي ادارو لازم باور نه لري، خو سره له دې او دغه هېواد کې د امنیتي او اقتصادي وضعیت خرابولي ته په کتو بیا هم ډېر شمېر افغانان له اروپایي هېوادونو بېرته ستانه شوي دي.

په دغه ارزونه کې تر ۱۲ زرو ډېرو کسانو ونډه اخیستې چې شاوخوا ۵۲ سلنه یې سړي او ۴۷ یې ښځې دي، د ۱۶ بېلابېلو قومونو له خلکو سره په ۳۴ ولایتونو کې خبرې شوې دي.

په دې سروې کې ۲۵ سلنه ښاري او ۷۵ سلنه کلیوالې سیمې تر پوښښ لاندې راوستل شوي دي.

ایشیا فونډېشن

د عکس سرچینه، Asia Foundation

د عکس تشریح، په دغه راپور کې ویل شوي چې د ځوانانو لویه ستونزه نژدې ۷۱ سلنه بیکاري ده.

په ۲۰۱۳ کال کې د افغانستان له ۵۸ سلنې ډېر خلک په دې باور و چې هېواد یې پر سم لور روان دی، خو سږ کال دا شمېره ۲۹،۳ سلنې ته راټیټه شوې ده. د کابل ښار ۱۶ سلنه اوسېدونکي، د شمال ختیځو ولایتونو ۲۵ سلنه، د مرکزي سیمو ۲۶ سلنه او د ختیځو ولایتونو ۴۱ سلنه خلک فکر کوي هېواد یې سم لور ته روان دی.

ددغې څېړنې له مخې؛ کوم کسان چې باور لري هېواد یې پر سمه حرکت کوي، ۳۲ سلنه یې دلایل بیارغونه، ۲۶ سلنه د امنیت ښه والی، ۱۰ سلنه د ملي پوځ ځواکونو شتون او ۱۰ سلنه د نویو ښځینه ښوونځیو پرانستل کېدل بولي.

په ټوله کې ترډېره د کلیوالو سیمو اوسېدونکي انګېري چې هېواد یې سم لور ته روان دی چې نژدې ۳۱ سلنې ته رسېږي او په ښاري سیمو کې دا شمېره ۲۲ سلنه ده.

د ناهیلۍ دلایل

له ۲۰۰۷ کال راهیسې اصلي دلیل چې خلک فکر کوي هېواد یې پر ښه لور روان نه دی، ۴۸ سلنه ناامني ده. ۲۷ سلنه بیکاري ددې کار لامل بولي. ۱۴ سلنه اداري فساد، ۱۰ سلنه خراب اقتصاد او نژدې ۹ سلنه د دولت له نیمګړتیاوو شکایت لري.

ایشیا فونډېشن

د عکس سرچینه، Asia Foundation

د عکس تشریح، د هغو کسانو له ډلې چې باور لري هېواد یې پر سمه روان دی ۱۰ سلنه یې لامل د نویو ښځینه ښوونځیو پرانستل کېدل بولي.

دغه راپور کې ویل شوي؛ کله چې له خلکو وپوښتل شول ددوی د اوسېدو په سیمه کې څه شی ځوروونکی دی، ۳۱ سلنه خلکو بیکاري، ۲۲ سلنه ناامني او تاوتریخوالی ددې کار لامل بللی دی.

خلک د ښځو ترټولو لویه ستونزه د هغوی بېسوادي یاده کړې او د ځوانانو لویه ستونزه نژدې ۷۱ سلنه بیکاري، ۲۵ سلنه بیسوادي او ۱۶ سلنه خراب اقتصاد بللی دی.

ددغه راپور له مخې؛ افغانستان کې ۶۹ سلنه خلک د خپل شخصي امنیت په اړه اندېښنه لري.