
د دې څېړنې په ترڅ کې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له ۶۲۹۰ کسانو سره مرکې شوې دي.
د اسیا یا ایشیا فاونډېشن ادارې په خپله سږنۍ کلنۍ سروې کې موندلي، چې ۵۲ سلنه افغانان پر دې باور دي، چې افغانستان راتلونکی روښانه دی. دغه شمېره تېر کال ۴۶ سلنه وه.
د دغې څېړنې په ترڅ کې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له ۶۲۹۰ کسانو سره مرکې شوې دي.
د مرکو په ترڅ کې له دغو خلکو څخه د افغانستان د ملي وضعیت، امنیت، سولې او پخلاینې، اقتصاد، حکومتوالۍ، سیاسي ګډون، د ښځو حالت، فساد، عدلي او قضايي سسټم، معلوماتو ته لاسرسی او د سیاسي ګډون په اړه پوښتنې شوې دي.
د دغې سروې د موندنو له مخې ۸۴ سلنه افغانان د ټاکنو له لارې د خپلو مشرانو ټاکل غوره بولي او ۸۱ سلنه وګړي د حکومت له مخالفینو سره د افغان دولت د سولې او پخلاینې د هڅو ملاتړ کوي.
دغه راز د اسیا بنسټ په دې څېړنې کې موندلي، چې ۸۷ سلنه افغانان دا مني، چې ښځې او نارینه باید یو شان کاري فرصتونه ولري. د دغه بنسټ د افغانستان د څانګې مرستیال عبدالله احمدزی همدغه ټکي د راتلونکي په اړه هغه شیان بولي چې افغانان یې په اړه هیله من دي.
د څېړنې په ترڅ کې په څلورو کې دریو برخو ځواب ورکوونکو د مرکزي حکومت کړنې مثبتې ارزولې دي.
همداراز د تېرو کلونو په شان د افغانستان پر ملي امنیتي ځواکونو باندې د خلکو باور لوړ ښوول شوی دی. د څېړنې د ګډونوالو ۹۳ سلنې پر ملي پوځ او ۸۲ سلنې پر ملي پولیسو د خپل باور څرګندونه کړې ده. خو له دغو ټولو مثبتو برخو سره سره یو لړ داسې ټکي هم شته، چې افغانانو یې په اړه اندېښنې ښوولې دي.
"کله چې له ځواب ورکوونکو پوښتنه وشوه، چې هغه کومې سترې ستونزې دي، چې مېرمنې ورسره مخ دي. د دوی د زده کړو ستونزو لومړۍ ده. ورپسې ستونزې د مېرمنو لپاره د کاري فرصتونو کموالی، د حقونو د ترلاسه کولو پر وړاندې خنډونه، کورنی تاوتریخوالی، په زور واده کول او روغتیايي ستونزې دي"
فضل ربي حقبین
۲۸ سلنه وګړو نا امني، ۲۷ سلنه وګړو وزګارتیا او ۲۵ سلنه خلکو فساد په افغانستان کې سترې ستونزې بللې دي. د سروې شوو کسانو ۴۸ سلنې یې د خپلو ځانونو او کورنیو د خوندیتوب په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او ۷۰ سلنې یې د کارموندنې وضعیت بد ښوولی دی.
اندېښنې
د موندنو له مخې د یادې سروې ګډونوال په افغانستان کې د مېرمنو د حالت په اړه هم اندېښمن دي. ۷۷ سلنه ځواب ورکوونکو ویلي، چې د دوی په اړوندو سیمو کې د مېرمنو د ستونزې د هوارولولپاره هېڅ مرجع نه شته.
د سروې د موندنو د خپرولو په رسمي غونډه کې د ایشیا فاونډېشن د ۲۰۱۲ کال د راپور یو تن لیکوال فضل ربي حقبین د ښځو د ستونزو لنډه یادونه وکړه." کله چې له ځواب ورکوونکو پوښتنه وشوه، چې هغه کومې سترې ستونزې دي، چې مېرمنې ورسره مخ دي. د دوی د زده کړو ستونزو لومړۍ ده. ورپسې ستونزې د مېرمنو لپاره د کاري فرصتونو کموالی، د حقونو د ترلاسه کولو پر وړاندې خنډونه، کورنی تاوتریخوالی، په زور واده کول او روغتیايي ستونزې دي."
د دغو ستونزو تر څنګ نیمايي وګړو ویېلي چې د تېر کال په پرتله یې د کورنیو په اقتصادې وضعې کې سمون راغلی دی او تر نیمايي ډېرو یې د طالبانو د رژیم په پرتله خپل ژوند هوسا بللی دی.
د ایشیا فاونډېشن نړیوالې نادولتي ادارې خپله سږنۍ سروې د امریکا متحده ایالتونو، برتانیې، استرالیا او جرمني د یو شمېر دولتي ادارو په مرسته تر سره کړې ده. دغه اداره له ۲۰۰۴ کال راهیسې په افغانستان کې هر کال دغسې څېړنې کوي.
کله چې له ځواب ورکوونکو پوښتنه وشوه، چې هغه کومې سترې ستونزې دي، چې مېرمنې ورسره مخ دي. د دوی د زده کړو ستونزو لومړۍ ده. ورپسې ستونزې د مېرمنو لپاره د کاري فرصتونو کموالی، د حقونو د ترلاسه کولو پر وړاندې خنډونه، کورنی تاوتریخوالی، په زور واده کول او روغتیايي ستونزې دي.












