"د زړه ناروغي هرکال تر ۱۰۰ زرو ډېر افغانان وژني"

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عصمت بهیر
- دنده, بي بي سي کابل
د افغانستان روغتیا وزارت وايي، هر کال په دغه هېواد کې څه باندې ۱۰۰ زره کسان د زړه ناروغۍ له امله مري. د وزارت په وینا دغه ناروغۍ ورځ تر بلې په افغانستان کې د ډېرېدو په حال کې ده.
د دغه وزارت د ناساري ناروغیو څانګې مشر ډاکتر سید حبیب اروال وايي په خوړو کې له زیاتو غوړو ګټه اخیستنه، د سرې کړې غذا او ډېرو خوږو خوړل، د سګریټو او مشروباتو کارونه، د وینې لوړ فشار، د هوا ککړتیا او د منظم سپورټ نه کول هغه لاملونه دي چې په افغانستان کې یې دا ناروغي ډېره کړې ده.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي افغانان هر کال له ۳۰۰ میلیونو ډالرو ډېرې پيسې په بهرنیو هېوادونو کې په دارو درملو لګوي چې د ښاغلي اروال په خبره د دغه شمېرې ۹۰ سلنه د زړه ناروغیو پر درملنې لګول کېږي.
ډاکتر اروال زیاتوي په کور دننه د زړه ناروغیو درملنې معیاري روغتونونو او اسانتیاو نشتوالی، پر افغان ډاکترانو کم باور او د درملو ټیټ کیفیت له هغو مهمو لاملونو دي چې ګڼ شمېر افغانان بهرنیو هېوادونو ته د زړه ناروغیو د درملنې لپاره ځي.
له نورو کړاوونو سره په خوا کې په افغانستان کې روغتیايي خدمتونه هم له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي او آن دا چې د عامې روغتیا وزارت په وینا په دغه هېواد کې د زړه ناروغيو درملنې یو دولتي معیاري روغتون هم نشته.

د عکس سرچینه، Getty Images
که څه هم په تېرو نژدي ۱۷ کلونو کې د روغتیا په برخه کې کارونه شوي، خو په هغه کچه نه دي چې د ناروغانو ټولې ستونزې اوارې کړي.
د روغتیا وزارت وايي اوس په افغانستان کې د زړه ناروغیو درملنه یوازې د درملو په واسطه کېږي او لا هم په افغانستان کې د زړه د عملیات لپاره پرمختللي وسایل او د تشخیص اسانتیاوې نشته.
د رسمي شمېرو له مخي هر کال په نړۍ کې ۱۷،۵ میلیونه کسان د زړه ناروغۍ له امله مړه کېږي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې د زړه ناروغیو د مخنیوي یا کمېدو لپاره او د خلکو د پام ور اړولو په موخه په ۲۰۰۷ کال کې د سپټمبر ۲۹مه د زړه ناروغیو نړیوالې ورځ په نوم یاده کړه، چې هر کال له بېلابېلو شعارونو سره نمانځل کېږي.








