"د زړه سوري کېدو ناروغي مخ په ډېرېدو ده"

چارواکي وايي د زړه سوري کېدو ډېرې پېښې په ننګرهار ولایت کې ثبت شوې دي.
د عکس تشریح، چارواکي وايي د زړه سوري کېدو ډېرې پېښې په ننګرهار ولایت کې ثبت شوې دي.

د افغانستان د سرې میاشتې ټولنه وایي وروستۍ ارزونې ښيي چې په افغانستان کې د ماشومانو د زړه سوري کیدو ناروغي مخ په ډېرېدو ده.

د دغې ناروغۍ زیاتې پیښې د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې ثبت شوې دي.

چارواکي وايي په باروتو د ککړې هوا تنفس کول او د میندوارۍ پرمهال د میندو بې پروايي د دغې ناروغۍ ستر لاملونه دي.

له کابله سمیع الله موسی زی په خپل رپوټ کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د چارواکو له خولې وايي که څه هم په تېرو شپږو کالونو کې د دغې ټولنې په مرسته له درې زرو زیات د زړه سوري کېدو په ناروغې د اخته ماشومانو درملنه شوې، خو لا هم په دغې ناروغې درې نور اخته ماشومان د وړیا درملنې په انتظار دي.

په دغې ناروغې د اخته ماشومانو شمېر مخ په ډېرېدو دی.

دافغانستان د سرې میاشتې ټولنې د رسنیو د څانګې مسؤولې صارمه افضلي بي بي سي ته وویل د دوی ارزونې ښيي چې په دغې ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر د تېرو کلونو پرتله زیات شوی دی.

نوموړې وویل "کله چې موږ د دغو پیښو په اړه ارزونه وکړه نو ومو لېدل چې دغه ناروغي په چټکۍ سره مخ په زیاتیدو ده. ډېر ناروغان د ننګرهار ولایت نه له موږ سره ثبت شوي دي، آن په یوه کورنۍ کې څو تنه په دغې ناروغۍ اخته دي. کله چې موږ هغوی ته ووایو چې د ټولو ماشومانو د درملنې امکانات نه لرو نو هغوی بیا هلکانو ته لومړیتوب ورکوي، چې دا مساله زموږ لپاره ډېره د خفګان وړ ده."

د دغې ټولنې چارواکي وايي د درملنې لپاره له هېواد بهر د دغو ماشومانو د استولو لپاره کافي پیسې نه لري.

د زړه سوري کېدو له ناروغې د یوه ماشوم درمنله له دوه زره تر پنځه زره امریکايي ډالرو لګښت لري.

په دې وروستیو کې افغان حکومت د سرې ماشتې ټولنې هغه وړاندیز ومانه چې د حج فریضې ادا کولو لپاره دې هر تلوونکی افغان د دغو ماشومانو د درمنلې لپاره زر افغانۍ ورکړي.

د حج وزارت مرستیال وزیر داعي الحق عابد بي بي سي ته وویل د مرستې د دې نوي پروګرام له مخې به سږ کال د زړه سوري کېدو په ناروغۍ له اخته ماشومانو سره ۲۴ ملیونه افغانۍ مرسته وشي.

د زړه سوري کېدل داسې ناروغۍ ده چې په افغانستان کې یې درملنه نه کیږي.

خو د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې چارواکي وايي په دغې ناروغۍ د اخته کسانو د درمنلې لپاره د یوه روغتون د جوړولو چارې پیل شوي او په دې برخه کې څو تنه روغتیايي کارکوونکي ترکیې ته استول شوي دي.

د سرې میاشتې ټولنه پر ولسمشر حامد کرزي نیوکه کوي چې په دغې ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې لپاره د یو ملیونه ډالرو ژمنه شوې مرسته یې تر اوسه دغې ټولنې ته نه ده ورکړې.