د نارينه کلتوب د "زړه ناروغۍ خطر څرګندوي"

په جاپان کې د څېړونکيو موندنې وايي هغه سړي چې وېښته له لاسه ورکوي، او کلتوب سره مخامخ وي کېدی شي د خپلو نورو ملګريو پرتله ډېر د زړه ناروغۍ له ستونزو سره مخامخ شی.
د نژدې ۳۷۰۰۰ خلکو په اړه دغه څېړنه چې پر (بي اېم جې اوپن) انلاين جورنال خپره شوې، ويلي، کل سړي ۳۲٪ سلنه ډېر کېدی شي چې د زړه رګونو بندښت په ناروغۍ اخته شي.
خو څېړونکيو دا هم ويلي دغه خطرونه د سګرېټ څکونې او چاغښت پرتله ډېر کم دي.
"د بريتانيا زړه بنسټ" ادارې ويلي سړي بايد پام د خپلې ملا پر کچه راغونډ کړي، نه د سر پر وېښتو.
د سره وېښتو ګڼوالي کې بدلون د ډېرو سړيو لپاره د ژوند يو واقعيت دی. نيم سړي د خپلو عمرونو په ۵۰ او ۸۰ کلنۍ، ځينې نور بيا په ۷۰ کلنۍ خپل وېښته له لاسه ورکوي.
د توکيو پوهنتون څېړونکيو پر مخکينۍ څېړنې کلونه کار کړی، چې وګوري که د وېښتو تويېدنې او زړه ناروغۍ ستونزو ترمنځ کوم تړاو شته که څنګه؟
د دوي موندنو ښوولې د ککرۍ وېښته چې نري کېږي، د زړه رګونو ناروغۍ سره تړلي وي.
دا موندنې د عمر تېرېدا او کورنۍ روغتيايي ميراث په څېر نورو عواملو له سمون وروسته په ګوته شوې دي.
د توکيو پوهنتون ډاکټر توموهيډې ياماډا بي بي سي ته وويل: "موږ د کلتوب، لږترلږه د ککرۍ له پاسه، او د زړه رګونو ناروغۍ ترمنځ يو مهم تړاو موندلی که څه هم د منځنۍ کچې دی."
دی وايي "موږ فکر کوو دا يو تړاو دی خو لکه سګرېټ څکول، چاغښت، کولسټرول کچه او د وينې فشار نورو پېژندل شويوتړاوونو په څېر ځواکمن نه دی."
ده وويل ځوان سړي چې د ککرې د سر وېښته يې تويېږي، بايد خپل ژوند بڼې ښه والي ته پام وکړي، چې د خپل زړه روغتيا ساتنه ډاډمنه کړي.
خو ده زياته کړه، داسې پوره بېلګې په لاس کې نه شته چې د کلو سړيو د زړه ستونزو څرګندونه کوي، او د دغه تړاو هر ډول څرګنداوی پخه خبره نه ده.
د نارينه هورمونونو زيات حساسيت، د انسولين مقاومت او هم د وينې رګونو کې التهاب نظرونه شته چې پر زړه او وېښتانو دواړو اغېز کوي.
ډويريان ماډوک چې د بريتانيا زړه بنسټ ادارې کې د زړه ناروغيو نرسه ده، ويلي سره له دې چې دغه موندنې د پام وړ دي، هغه سړي چې د سر وېښته يې تويې شوي، د دغې څېړنې له امله بايد وارخطا نه شي.
دا وايي "لا نورې څېړنې ته اړتيا ده چې د نارينه کلتوب او د زړه رګونو ناروغۍ ترمنځ د تړاو پخلی وکړي. خو په همدې وخت کې دا ډېره مهمه ده چې د سر وېښتو پر تله بايد د ملا کچې ته پام وشي."








