کابل کې پر جومات د جمعې ورځې برید مرګژوبله لوړه شوې

د کابل په قلعه نجارا سیمه کې د امام زمان پر جومات د تېرې ورځې تر سره شوي ډله ییز برید قربانیانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، د تېرې ورځې په برید کې د وژل شويو شمېر ۲۸ ته پورته شوى او د ټپیانو شمېره له ۵۰ اوښتې ده. خو تېره ورځ (جمعه اګسټ ۲۵) د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویاند اسماعیل کاووسي بي بي سي ته ویلي وو، برید کې له ۲۰ ډېر کسان وژل شوي دي او نژدې ۴۰ ټپیان دي، چې د ښار بېلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د اجراييې رییس عبدالله عبدالله دغه برید غندلی دی. ولسمشر غني له دیني عالمانو غوښتي چې د دغو بریدونو خلاف غږ پورته کړي.
د راپورونو له مخې، د یاد برید یو شمېر قربانیان به د امام زمان مسجد په انګړ کې په یوه ډله ییز قبر کې خاورو ته وسپارل شي چې د جنازې لپاره یې تدابیر نیول شوي دي.

طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد هم دغه برید غندلی دی او دا یې د افغانانو تر منځ د 'فرقه ییز ' نفاق رامنځته کولو هڅه بللې ده.
د برید پړه د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) پر غاړه اخیستې ده.
دافغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش تېره ورځ بيبيسي ته وویل، لومړی یوه ځانمرګي بریدګر د جومات دروازه کې په ځان پورې تړلیو باروتو ته چاودنه ورکړه او وروسته دوه نور بریدګر جومات ته ننوتل.
د نوموړي په وینا دغه برید شاوخوا یوه نیمه بجه پیل شو او له څو ساعتونو نښتې وروسته پولیسو بریدګر ووژل. اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) ویلي پر امام زمان جومات دغه برید دوی کړی دی.

پتېیل شوې چې نن به یو شمېر مدني ټولنې او کابل ښاریان په امام زمان جومات کې سره راټول او د جمعې د ورځې د برید د قربانیانو په یاد به شمعې بلې کړي.








