"طالبان او داعش کاذبه سیناریو کې ښکېل دي"

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
"آذر ټوډې" ورځپاڼې د افغانستان د ملي امنیت له پخواني مشر رحمت الله نبیل سره مرکه کړې، چې نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره ګډې پولې ته د نژدې سیمو د امنیتي وضعیت د خرابېدو په اړه ویلي "دا د طالبانو یو تکتیک دی".
د ده په وینا، طالبان غواړي په دې کار سره د سیمې د هېوادونو پام ځان ته ورواړوي او داسې ځان وښيي چې طالبان یوازېنی ځواک دی چې د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې په وړاندې درېدلی.
دی وايي، دا یو ډول کاذبه سیناریو ده چې طالبان او داعش په کې ښکېل دي. د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر زیاتوي، طالبان او په سوېلي آسیا کې داعش یوه ډله دي چې د پاکستان د پوځ له خوا يي ملاتړ کېږي.
دی وايي دغه سیناریو پر پاکستان د نړیوالو فشار هم راکمولی شي.
د داعشي غړي کور ونړول شو
"ډان" پاکستانۍ ورځپاڼه لیکي چې د پېښور ښار په لوېدیځ کې د باړې په سیمه کې د سیپا قوم خلکو د "اسلامي دولت" (داعش) ډلې د غړیتوب په تور د یوه کس کور نړولی.

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
ډان په خپل راپور کې زیاتوي، د سیمې اوسېدونکو ویلي چې دغه کس په افغانستان کې د "اسلامي دولت" ډلې غړی دی.
په راپور کې ویل شوي چې دغه کس لال مرجان نومېږي او د باړې غیبي خیل پیرو خیل سیمه کې اوسېده چې کور یې د سیپا قوم د مشرانو په امر نړول شوی دی.
خلکو ویلي دغه کس په باړه کې د یوې ممنوع شوې ډلې غړی و چې وروسته داعش ډلې سره یو ځای شو او له ډیرې مودې راهیسې په افغانستان کې و.
"ډپلومات" مجلې د افغانستان په اړه یو مطلب خپور کړی چې سرلیک یې دی "د طالبانو د فعالیتونو او د کورني سیاسي اختلاف ترمنځ د افغان دولت د بقا هڅې".
په مطلب کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو او د طالبانو او داعش ډلې ترمنځ وروستیو نښتو ته اشاره شوې ده. دغه راز د څو ولسوالیو لاس په لاس کېدو خبره هم شوې.
د مطلب لیکوال په دې نظر دی چې دا هڅې چې طالبان هڅې کوي په بیلابیلو سیمو کې سر راپور ته کړي ددې لپاره دي چې دغه ډله غواړي وښي تر پخوا ډېر فعال دي او بل لور ته د حکومت مشران د امنیتي ارګانونو په مشرۍ کې د مسلکي او بې پلوه کسانو په ټاکلو کې پاتې راغلي دي.
"واشنګټن پوسټ" لیکي چې د هند او پاکستان له وېش اویا کاله وروسته لا هم سکان د خپلو کور په لټه کې دي.

د عکس سرچینه، .
ورځپانې پېښور کې د سکانو د یوې کورنۍ کیسه کړې چې مشران یې د هند له پنجابه پېښور ته کډه شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې له ۱۹۴۷ کال را په دېخوا چې هند او پاکستان په کې رامنځته شول، سکان د بېګانګۍ احساس کوي.
په پاکستان د سکانو د هغې ستونزې یادونه هم شوې ده چې د خپلو عبادت ځایونو پر سر یې له ځايي چارواکو سره لري.
"ګارډین" بریتانوۍ ورځپاڼه لیکي، هغو درې خیریه ټولنو خپل کار بس کړی چې په مدیترانې سمندر کې د کډوالو د ژغورلو چارې یې پرمخ وړلې.








