اویا کلن پاکستان تر ډېره پوځ ولې اداره کړ؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ریاض سهیل
- دنده, بي بي سي اردو حیدراباد
د ۲۰۱۷ کال د اګسټ ۱۴ سره د پاکستان جوړېدلو ۷۰ کلیزه ده، خو دا هېواد نږدې درې نیمې لسیزې چې نیمايي ژوند یې دی پوځ اداره کړ.
په دغه مهال واک د پوځ لاس کې و، هغه که جنرال ایوب خان، جنرال یحییخان، جنرال ضیاء الحق او یا جنرال مشرف و.
له جنرال ایوب خان نیولې تر مشرف پورې پوځي دیکتاتورانو دا یوه ناره وهله چې ولسي چارواکي ناوړه، بډيخواره او د خطر کندې ته د هېواد ور اچوونکي دي.
د دفاعي چارو شنونکی حسن عسکري وايي، پوځ په دا ډول غواړي ټولې مسلې له دوی سره په مشوره پر مخ لاړې شي.
د هغه په خبره، د بهرني امنیت بوج هم په دوی دی ، د کورني امنیت او ترهګرۍ مخنیوی هم د پوځ په غاړه دی، د ولسي حکومت رول محدود دی، ځکه تر کومه چې د سلا مشورې کار یې روان وي، نو تر هغه مسلې ټیک وي.
د جنجال اصلي ټکي

د عکس سرچینه، Getty Images
حسن عسکري وايي، بله مسله د بودیجې ده، چې هغه هم باید له دوی سره په مشوره وي، دریم دا هم چې ځینې وزیران ځانونه واکمن بولي، نو پر پوځ نیوکې کوي چې له امله یې د دواړو ترمنځ اړیکي خرابېږي.
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نږدې دوه اونۍ مخکې د ناوړه په نوم له واګ ګوښه شو، خو دی لا هم د احتجاجي غونډو مشري کوي او په دغه ډول له اسلام اباد تر لاهور ورسېد.
په دې سفر کې د ویناوو پر مهال نېغ یا کله کله څنګزن پر پوځ او عدلیه د نوموړي د ګوښه کولو تور ولګېد.
د محکمې له خوا د نواز شریف ګوښه کولو یو ځل بیا پاکستان کې د ولسي برلاسي خبره پورته کړه.
نواز شریف دوه ځلې خورا لوی اکثریت سره واکمن شو، خو دا دریم ځل دی چې له واک ګوښه کېږي.
خو دا ځل د اړیکو د خرابي لاملونه څه دي؟ دفاعي شنونکې ډاکټر عایشه صدیقه باوري ده چې یو لوی لامل یې هم د نوموړي بهرنۍ پالیسي ده.
نواز شریف بیا چا ګوښه کړ؟

د عکس سرچینه، AFP
د هغې په خبره، نواز شریف ګام په ګام بهرنۍ پالیسي بدلوله او د ملي امنیت یو نوی چوکاټ یې جوړاوه چې هندوستان یې مرکز و، خو پوځ چې دا کتل په مقابل کې یې د رسنیو هڅې پیل کړې او بالاخره یې نواز ګوښه کړ.
د نواز شریف له ګوښه کېدلو وروسته ځینې شنونکي وايي، چې نوموړي له تېر څه زده نه کړل.
دفاعي شنونکی نګار شجاع نواز وايي، د پوځي او ولسي ټکر اصلي وجه په ویلو او کولو کې توپیر دی.
"نظام یواځې په خبرو نه بلکې عمل سره ولاړ وي، په دې کې نه یوازې د ولسي حکومت یا پوځ تېروتنه ده، بلکې دا د ټولنې مسولیت هم جوړېږي".
"د پاکستان اصلي اړتیا ښه حکومتولي ده، کله چې حکومت د خلکو اړتیا پوره کړي او په ریښتونولۍ کار وکړي، ولس به هم ور سره ولاړ وي، بیا به یې بل ځواک پرځولی نشي".
د پوځ او حکومت دوه ډوله اړیکي

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان د ولسي حکومت او پوځ ترمنځ اړیکي رسمي او نارسمي چوکاټ کې دي.
یو وخت د لومړي وزیر، ولسمشر او د لوی درستیز درې ګوټیزې لیدنې مهمې وې.
له هغه وروسته د ملي امنیت شورا او اوسمهال د ملي عمل پلان له مخې پوځ خپل دریځ مخته مخته کوي.
خو شنونکی حسن عسکري وايي، دا ډول ادارې فعالې نه وې.
"د ملي امنیت شورا درې څلور ناستې وي، د لومړي وزیر او لوی درستیز نارسمي ناستې وي، کله چې دا ډول نارسمي چارې پرمخ ځي په دې سره ادارې کمزورې کېږي او ولسي برلاسی له پوښتنې سره مخ کېږي".
تېر کې له ځمکني مارشال جنرال ایوب خان نیولې تر جنرال پروېز مشرف پورې د پوځ واکمنۍ سره بهرنی ملاتړ هم و، دا ملاتړ یوازې سیاسي نه بلکې د مرستو په بڼه هم و.
له پوځي حکومت سره د نړۍ مرستې

د عکس سرچینه، Getty Images
شنونکی او لیکوال شجاع نواز وايي، کله چې پوځي حکومت وي له پاکستان سره د مرستو ګراف هم لوړ وي:
"ښکاره ده چې پاکستان کمزوری دی، ځکه امریکا او نورو لویو هېوادونو سره ګډ مزل غواړي، په دې سبب دا ستر هېوادونه له پوځي حکومتونو سره ژر مرستې کوي".
د پاکستان تېر ۷۰ کلونه چې پوځ سیاسي اغېز زیاتوي، هلته د شکرې یا بورې او سرې کارځیو نیولې تر بېکري یا خوړو جوړولو کارځیو پورې یې کاروبار کې شراکت هم ډېر شوی، نو پوښتنه دا ده چې د ځواک زیاتېدلو وجه یې د کاروبار پراختیا او پیاوړتیا ده؟
د پوځ د شکرې او سرې کاروبار

د عکس سرچینه، Getty Images
د پوځ کاروبار کتاب لیکواله ډاکټر عایشه صدیقه وايي، د کاروبار زیاتولو وجه دا شعار ښيي چې هند یې دوښمن دی او پوځ د دې هېواد د پرمختګ او امنیت لپاره کار کوي، ځکه د کاروبار حق هم لري.
"سیاستوالو کله هم د دوی کاروبار ته ګوته ونه نیوله او هغوی په دا ډول سوچ سره هرڅه وکړل او د نورو خوله یې چوپ وساتله، خو دا تر هغه وخت نه کېږی چې پوځ د ځمکنۍ بشپړتیا شعار بدل کړی نه وي".
پاکستان کې د زورواکو ادارو پر مهال خبریال د ولسواکۍ د واکمنېدلو او د بیان ازادۍ په هڅو کې شریک دی. مخکښ خبریال راشد رحمن وايي، ځینې هغه رسنوال چې د زورواکۍ ملګرتیا یې کړې، په بده سترګه ورته کتل کېږی، خو اوسنی وضعیت ډېر خواشینوونکی دی.
"په تلوېزوني چینلونو او ترڅه اندازه ورځپانو کې چې څه ویل کېږي دا ورته د پوځ ادارې جوړ کړي وي، دا بیانیې په پوهاوي سره نه بلکې د وېرې یا بل لامل په سبب خبریالانو خپلې کړې وي. زه پوهېږم چې دا نه د رسنوالۍ غوښتنې پوره کوي او نه هغه مسوولیتونه چې د رسنوالو دي".
د بیان ازادي

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستان کې د پوځي ادارو پر مهال اساسي قانون کې ترمیم راځي او دا ډول یو ترمیم کې نواز شریف هم په نښه شو.
د پاکستان د خلکو ګوند د واکمنۍ پر مهال کله چې ۱۸ ترمیم وشو، بیا د پوځي مشر جنرال ضیاء الحق پر مهال د صادق او امین د برخې ختمولو وړاندیز وشو، خو مسلم لیګ نواز ډلې یې مخالفت وکړ او وروسته د دې نښې ښکار شول.
اوس د خلکو ګوند، مسلم لیګ نواز او نورې ډلې دا برخه ختمول غواړي، خو تحریک انصاف یې مخالفت کوي.
د انساني حقونو یوه مشره عاصمه جهانګیر وايي، هغه لارې بندول پکار دي چې مخکې دیکتاتورونو پرېښودلې او دوی تللي، پردې سربېره بنسټیز انساني حقونه هم پیاوړي کول پکار دي چې په اساسي قانون کې راغلي دي.
هغه وايي، د بیان ازادۍ په هکله ۱۹ ماده دا وايي، چې ته هر څه ویلی شې، خو حقیقت کې یوازې د کورنۍ په خلاف دا ویلی شې، پاکستان کې نه پر پوځ بحث کولی شې او نه هم پر عدلیه.

د عکس سرچینه، AFP








