د عکسونو البوم: د هند د تصویرونو له خزانې

د هند د خپلواکۍ له ۷۰ کلیزې سره هممهاله د تصویرونو یوه نندارتون کې هغه تصویرونه وړاندې شوي، چې اوږده تاریخي مخینه لري.

له جمنا سیند نه د تاج محل نظاره

د عکس سرچینه، Felice Beato / Hulton Archive / Getty Images

د عکس تشریح، فیلیس بېیتو له هغو لومړنیو عکاسانو یو و، چې جګړه ځپلو سیمو کې عکاسي کوي. نوموړي د کریمیا له جګړې هېښوونکي تصویرونه واخیستل او له هغه وروسته هند ته لاړ. نوموړي د ۱۸۵۷ له هندي بغاوته دوه کاله وروسته د تاج محل دغه تصویر اګره کې د جګړې له ډګره اخیستی. .
د بونډي راجا مها راو، راجا رام سینګ صحاحب

د عکس سرچینه، Hulton Archive / Getty Images

د عکس تشریح، د بونډي راجا مها راو، راجا رام سینګ صحاحب له دغه ډارونکي پورټریټ سره یو نوټ لیکل شوی، چې واي( وحشي ملګری) دغه تصویر د چاپي عسکونو له څلورو البمونو نه له یوه نه اخیستل شوی، چې یوازینۍ بله کاپي یې د ملکې وکټوریا ملکیت وه. .
ګیرګووم روډ

د عکس سرچینه، Photoglob Co. via Hulton Archive / Getty Images

د عکس تشریح، دغه تصویر کې د بمبمۍ (چې اوس ممبۍ نومیږي) ګیرګووم روډ سیمه وینو. دا د لومړنیو رنګه عکسونو یوه بېلګه ده. دوی به تور او سپین نیګیټیو د رنګه ډبرو په وسیله رنګین کړل او پر سیلانیانو به یې د پلورلو لپاره دغه ډول پریمانه عکسونه چاپول. دا په لاس د هر عکس د رنګولو پر ځای اسانه او چټکه لاره بلل کېده.
A portrait of H.H The Raja Sahib of Liniri

د عکس سرچینه، Hulton Archive / Getty Images

د عکس تشریح، د لینیري راجا صحاحب د فیشني پټکي ولونه د انګورو داسې تاک ته ورته ښکاري، چې له سپینو جوړ شوي وي او په کالیو کې یې فوق العاده جواهرات ټومبلي دي. پر هند د بریتانیې د راج پر مهال د دغسې واکمنو واک لږ شوی و، خو په خلکو کې یې برم پر ځای ساتل شوی و. دې سره له بریتانوي واکمنۍ د یوه جلا هندي حکومت تصور ورکول کېده.
د بمبۍ بندر کې د کښتیواو بېړیو کتارونه

د عکس سرچینه، Hulton Archive / Getty Images

د عکس تشریح، دغه تصویر ۱۸۵۶ کې د بمبۍ ساحل کې اخیستل شوی، چې د چایو راټولولو وسایل په کې ښکاري او د ایسټ انډیا کمپنۍ واکمني څرګندوي. له دې ایله یو کال مخکې به کمپنۍ په هند کې د سروې او انتیقو معلومولو لپاره د ماهرینو پر ځای عکاسان له ځان سره ګرځول. بریتانوي پوځیانو ته هم کمرې ورکول کېدې.
جیپور ماڼۍ

د عکس سرچینه، Hulton Archive / Getty Images

د عکس تشریح، د وخت له تېرېدو سره د ډېرو جامدو تصویرونو پر ځای د یو څه پراخو او خوځنده معلومېدونکو تصویرونو اخیستل ممکن شول. خو بیا هم دا ممکنه نه وه، چې په تور او سپین تصویر کې معلومه شي، چې د جیپور ښار د یوه سړک پای کې د دغې ودانۍ د پلاسټر رنګ ګلابي دی، چې د ویلز شهزاده د ورتګ ( ۱۸۷۵-۷۶ ) د یادګار په توګه ودانه شوې وه.
د ګنګا سیند د غاړې معبدونه

د عکس سرچینه، Samuel Bourne / Hulton Archive / Getty Images

د عکس تشریح، سیمویل برني له ډېرو وتلیو عکاسانو یو بلل کېږي، چې د ۱۹ پېړۍ هند یې عکاسي کړی دی. دغه عکس چې د ګنګا سیند د یوې غاړې( مانیکارنیکا) نه اخیستل شوی د هند چاپیریال څرګند تصویر وړاندې کوي. په وچه هوا کې به خاورې د کمرې پر شیشه یی قابونو کښېناستې، لمدبل کې به لرګینه کمره په وښو کې پټېده او په ګرمي کې به یې کیمیاوي مواد ګډوډ شول او په اسانه د پلیټونو وینځلو لپاره پاکې اوبه هم نه موندل کېدې.
A row of buddhist Musicians, Darjeeling

د عکس سرچینه، Robert Philips / Hulton Archive / Getty Images

د عکس تشریح، مسلکي عکاسانو ته دا هم ویل شوي وو، چې باید د خلکو او دود دستور تصویرونه یې هم واخلي. په دغه عکس کې د دارجلنګ سیمې بدهايي موسیقاران وینو.
تامل ناډو

د عکس سرچینه، Samuel Bourne / Hulton Archive / Getty Images

د عکس تشریح، د تامل ناډو ایالت دغه ډبرین استوګنځی د نړۍ له ډېرو لرغونو هغو یو دی.
سري رنګانات سوامي معبد

د عکس سرچینه، Samuel Bourne / Hulton Archive / Getty Images

د عکس تشریح، د هندوانو دغه معبد چې په تامل ودانیز سبک جوړ شوی دی، د نړۍ له ډېرو لویو او لرغونو هغو یو بلل کېږي. د برتانوي راج پر مهال د برني هغه تصویرونه، چې د هند له ودانیو او خلکو یې اخیستي ځکه ډېر مشهور شول، چې د هند کلتوري ورثه په کې لیدل کېده. د هند خزانه نومي دغه نندارتون لندن کې د ګیتي ایمیجز ګالري کې د اکتوبر تر اوومې پورې دوام لري. د متن لیکواله میلاني هوغ ده.