نبیل له طالبانو د آی ایس آی 'د ملاتړ اسناد' خپاره کړي
د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل بي بي سي ته ځینې لیکونه ورکړي او ادعا کوي چې د پاکستان امنیتي ادارو رسمي ليکونه دي او له طالبانو او حقاني شبکې نه د پاکستان ملاتړ په ډاګه کوي.
ښاغلی نبیل د دغو ادعا شویو اسنادو له مخې د پاکستان څارګره اداره (آی ایس آی) او پوځي استخبارات تورنوي چې طالبانو او القاعدې سره تړلې حقاني شبکې غړو ته یې پناه ورکړې، مالي ملاتړ یې کړی او هغوی یې په وسلو سمبال کړي.
دغه شپږ پاڼې د ښاغلي نبیل په خبره د پاکستان پوځي استخباراتو رسمي مکتوبونه دي چې په ټوله کې طالبانو او حقاني شبکې سره د پاکستان څارګرې ادارې مرستې او په افغانستان کې د بریدونو په تړاو معلومات لري. د دغه لیکونو هر یو مشخص سریال نمبر او همدا راز د چارواکو لاسلیکونه لري.
خو اسلام اباد کې د پاکستان د څارګرې ادارې یوه چارواکي بي بي سي ته وویل چې دا مکتوبونه جعلي جوړ شوي.
"زموږ اداره په دې ډول فعالیت نه کوي. په نړۍ کې هېڅ اداره داسې خبرې په لیکلي ډول نه شریکوي. که تاسو وغواړئ زه کولی شم ورته جعلي مکتوب تاسو ته جوړ کړم."
د آی ایس آی دغه چارواکی ادعا کوي چې د دا ډول هڅو ترشا څرګند هدف دا دی چې افغانستان سره د پاکستان اړیکې لا ترېنګلې کړي.

د عکس سرچینه، Getty
دا لومړي ځل دی چې دا ډول لیکلې اسناد د یوه پخواني مهم چارواکي له لوري چې په دغه برخه کې یې کلونه کار کړی، خپرېږي.
د دې پاڼو یوه کې ډیورنډ کرښې سره نژدې د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې د پاکستاني پوځ د "ضرب عضب" نومې عملیاتو یادونه کېږي او د ۲۰۱۵ د مارچ په ۱۸ مه د پیښور د "پوځي استخباراتو ۲۲" (MI22) دفتر یو چارواکی راولپنډۍ کې د ام آی ۲۲ د مرکزي دفتر مشر ته ډاډ ورکوي چې له عملیاتو وروسته یې بیرته میرانشاه ته د حقانې ډلې قومندانان لېږدولي.
په دغه "مکتوب" کې ویل شوي دوه طالب مشران یې د پوله ساتو ځواکونو په جامو او پوځي موټرو کې لېږدولي ورسره جوخت د پوځ د ملاتړو طالب مشرانو چې د ډیورند هاخو پورې اړه لري ور سره د پوځيانو د لیدو او د عملیاتو پر مهال دوی سره له مرستې ستاینه شوې او ورته د امکاناتو سپارښتنه کېږي.
په یوه بله پاڼه کې اسلام اباد د خیبر پښتونخوا ایالت په نوښار، صوابۍ، مردان او څېرمه سیمو کې د حقاني شبکې د غړو د جاج اخستنې په تړاو ځايي استخباراتي ادارې سي ټي سي ته ویل شوي چې هغوی خوندي وساتي.
دوه نور سندونه افغانستان کې د بریدونو ستاینې دي. په یوه کې اسلام اباد کې د ای ایس ای ۹۴۵ دفتر له خیبر پښتونخوا ډاډ ترلاسه کړی چې اورپکو ته یې دنده ورکړې، د افغانستان په لوېدیځ هرات، فراه او پلازمېنه کابل ته په لاره شیعه مذهبه مشران په نښه کړي.
همدغه مکتوب د یوه طالب قومندان د ۲۳ ملګرو د روزنې په اړه هم لیکلي او کابل کې پر هوايي ډګر د برید او د برید سمبالونکو ته د میلیونونو پاکستانیو کلدارو د ورکړې په تړاو هم یو کاغذ د دغه اسنادو برخه ده.
په یوه لیک کې ویل شوي: "د ۹۴۵ ریاست مسوولینو د ۲۰۱۵ د اپرېل په ۵ مه د شبکې له مسوول توریالي او همکارانو سره ملاقات کړی او هغوی ته یې دنده سپارلې ده چې د هرات، کابل او فراه په زونونو کې دې د افغانستان د اهل تشیع مشران یا وتښتوي او یا دې یې له منځه یوسي. همدا راز یې په دغه جلسه کې دوه میلیونه پاکستانۍ کلدارې هم ورکړې دي."
همدا شان یادونه شوې ده چې د ۹۴۵ ادارې اړوندې برخې د توریالي شبکې لخوا غوښتل شوې وسله او مهمات هم له اکوړه خټک نه تدارک شوې او په یاد تاریخ ورته سپارل شوي دي. سربېره پر دې په دغه یادښت کې یادونه شوې ده چې د توریالي شبکې ۲۳ تنه غړي چې په چراټ کې په پوځي زده کړو بوخت وو، روزنیزه دوره یې بشپړه کړې ده."
وروستی مکتوب د کویټې له شورا غړو سره د ای ایس د مرکزي دفتر د بېړنۍ ناستې خبره کوي چې د افغانستان له دولت سره د سولې په خبرو طالب مشران وپوهوي چې دریځ به یې څه وي.
د افغانستان د ملي امنیت دغه پخواني مشر ویلي، ګڼ نور اسناد د افغانستان له استخباراتو سره شته چې افغانستان کې داسلام اباد د بربنډې لاسوهنې ښکارندویي کوي.

نبیل پر پاکستان تور پورې کوي چې پاکستان په سیمه او نړۍ کې خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره په منظم او ستراتیژیک ډول له نړیوالې ترهګرۍ نه کار اخلي.
د افغانستان حکومت وايي؛ دغه اسناد یې په لاس کې دي او له غور کولو وروسته به د خپل دریځ د خپراوي پرېکړه وکړي.
له طالبانو او حقاني شبکې د پاکستان د ملاتړ په تړاو د نبیل ادعا داسې مهال رامنځته کېږي چې وړمه ورځ د امریکا کانګرس غړو پر پاکستان کلکې نیوکې وکړې.
د امریکا کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې یوه غړي مټ سامن وویل، پاکستان له ترهګرۍ سره د جګړې دعوه لري، خو هغو ډلو سره هېڅ کار نه لري چې امریکا یې ترهګر بولي.
په دغه ناسته کې د افغانستان او عراق لپاره د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد وویل، پاکستان دده په خبره د ترهګرو او افراطي ډلو ملاتړ کوي. خلیلزاد وړاندیز وکړ چې پاکستان باید د ترهګرو ملاتړو هېوادونو نوملړ کې شامل شي.
پاکستان تل دا ډول تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې خپله د ترهګرۍ قرباني دی.

د عکس سرچینه،








