ولسمشر ټرمپ او غني په لومړي ځل سره کتلي

ټرمپ او غني

د عکس سرچینه، ARG/GETTYIMAGES

د عکس تشریح، ښاغلي ټرمپ همداراز د افغانستان امنیتي ځواکونه زړور بللي چې د خپل هېواد د امنیت ساتلو لپاره سخته مبارزه کوي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو او امریکا د ګډې ناستې په څنډه کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي دي.

دواړو ولسمشرانو د افغانستان پر امنیت او په دغه هېواد کې د ترهګرۍ ضد جګړې په تړاو خبرې کړې دي.

سپینې ماڼۍ په خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلي ټرمپ په دغه لنډه کتنه کې افغانستان کې د ترهګرۍ پروړاندې جګړې رهبرۍ او د په حکومتولۍ کې د کلیدي اصلاحاتو راوستو له امله ښاغلی غني ستایلی.

ښاغلي ټرمپ همداراز د افغانستان امنیتي ځواکونه زړور بللي چې د خپل هېواد د امنیت ساتلو لپاره سخته مبارزه کوي.

دواړه مشران داسې مهال سره ګوري چې امریکایي چارواکي افغانستان ته د نورو امریکایي سرتېرو د استولو پر ارزولو لګیا دي.

د امریکا دفاع وزیر جیمز ماټیس د اپرېل په ۲۴مه افغانستان په خپل سفر کې وویل، ۲۰۱۷ کال به د افغانستان د امنیتي ځواکونو لپاره یو بل ننګوونکی کال وي. د سږکال ترټولو خونړۍ پېښه بلخ کې پر شاهین قول اردو د طالبانو برید و چې شاوخوا ۱۴۰ سرتېري پکې ووژل شول او تر شپېتو ډېر ټپیان شول.

د نړیوالو خبري اژانسونو د راپور له مخې، ښایي دغه هېواد ته له درېیو تر پنځو زرو تازه دمي امریکايي سرتېري واستول شي، کومه شمېره چې ښاغلي غني هم افغانستان کې د امنیتي وضعیت کې د مثبت بدلون لپاره مناسبه بللې ده.

ښاغلي غني څو وړاندې ویلي و چې د افغانستان پوځ د قل اردو په کچه بهرني پوځي سلاکاران لري خو دا اړتیا د فرقې په کچه هم لیدل کېږي. اوسمهال افغانستان کې ۸۴۰۰ امریکایي او ۵۰۰۰ د ناټو پوځیان حضور لري چې یوازې د کورنیو ځواکونو پر روزنې، مشورې او ملاتړ بوخت دي.

اشرف غني سعودي کې

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، افغان ولسمشر محمداشرف غني د اسلامي پراختيايي بانک له مشر سره وکتل، دواړو لورو د هغو پروژو په اړه چې په افغانستان کې د دې بانک له لورې تمویلېږي، بحث وکړ.

افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو قومندان جنرال جان نیکلسن د روان کال په فبرورۍ کې د امریکا کانګرس ته خبرو کې وویل، دافغانستان جګړې له اوسني په ټپه ولاړ حالت نه وتلو لپاره د نورو پوځیانو استولو ته اړتیا ده.

ناټو او امریکایي چارواکو ویلي، د افغانستان دولت پر ۶۲ سلنه نفوس او ۵۷ سلنه خاورې کنټرول لري.