ډونلډ ټرمپ ویلي، ژر به له اشرف غني سره وویني
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر منځ ټیلیفوني خبرې شوي دي.
د ارګ له لوري په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې دواړو مشرانو د سیمې او افغانستان امنیت، اقتصادي مسایلو او دغه راز د ترهګرۍ سره مبارزي او د ترهګرۍ پلوي هېوادونو په اړه خبرې کړې دي.
خبر پاڼه زیاتوي د امریکا ولسمشر ویلي، ژر به له ولسمشر غني سره وویني او دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د دواړو حکومتونو کاري ډلې به د دواړو مشرانو لیدنې ته د زمینې برابرولو لپاره کار پیل کړي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې له مراسمو سملاسي وروسته افغانستان کې خپلو ځواکونو سره د ویډیو له لارې خبرې کړې وې.
له دې مخکې د دسمبر لومړیو کې د ولسمشر په توګه د ښاغلي ټرمپ له لوړې مخکې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له ډونلډ ټرمپ سره په ټېلفوني خبرو کې د افغانستان د کانونو برخې پراختیا سره د دغه هېواد له مرستو مننه کړې وه او ویلي یې و چې کابل دې برخه کې د همکاریو پراخولو ته ژمن دی.

د عکس سرچینه، ARG/GETTYIMAGES
د ارګ په خبر پاڼه کې دغه راز ویل شوي، چې د دواړو مشرانو تر منځ د ګډې همکارۍ کلک بنسټ په تړاو هم خبرې شوې او دواړو لوریو د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکې د دواړو ملتونو ترمنځ پر ګډو ستراتيژيکو ګټو ولاړې بللې.
ولسمشر غني له ترهګرۍ سره د مبارزې لړ کې له افغان ځواکونو سره د افغانستان مېشتو امریکايي ځواکونو رول مهم بللی او د سولې په ټینګښت کې یې د دغو ځواکونو د ماموریت ستاینه کړې.
د ارګ خبر پاڼې له مخې ولسمشر ټرمپ له ترهګرۍ سره د مبارزې لړ کې د افغانستان هڅې ستایلې او دې لړ کې یې د دغه هېواد بریالیتوب د دواړو هېوادونو تر منځ د ګډې همکارۍ لامل بللی.

د عکس سرچینه، ARG
د جنورۍ وروستیو کې افغان چارواکو ویلي و، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له اشرف غني سره په خبرو کې ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د امریکايي سرتېرو پر زیاتولو غور وکړي.
د دوی په خبره، ټرمپ د ځواکونو په زیاتولو سره غواړي چې په افغانستان کې ناوړه امنیتي وضعیت سم کړي.
د افغانستان اجراییه مشر عبدالله عبدالله، چې د امریکا متحدو ایالتونو په منځګړیتوب د ۲۰۱۴ کال هوکړې پر بنسټ له ولسمشر غني سره په واک کې شریک دی، افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو ته له لوړې وروسته د ډونلډ ټرمپ خبرې مثبته نښه بللې وه.









