ډونلډ ټرمپ په افغانستان کې د ځواکونو پر زیاتولو غور کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان چارواکي وايي، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له اشرف غني سره په خبرو کې ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د امریکايي سرتېرو پر زیاتولو غور وکړي.
افغان چارواکي زیاتوي، ډونلډ ټرمپ په تېر ډیسمبر کې له ولسمشر غني سره په ټلېفوني خبرو کې دا ژمنه کړې ده.
د دوی په خبره، ټرمپ د ځواکونو په زیاتولو سره غواړي چې په افغانستان کې ناوړه امنیتي وضعیت سم کړي.
د والسټریټ جورنال د رپوټ له مخې، افغان چارواکو دا هم ویلي، چې ښاغلي ټرمپ- چې هغه مهال ټاکلی ولسمشر و- او افغان ولسمشر په خپلمنځي خبرو کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت سربېره د کابل- اسلام اباد پر اړیکو هم خبرې وکړې او ښاغلي ټرمپ بیا وویل، چې په افغانستان کې خو به د امریکايي ځواکونو زیاتولو ته اړتیا نه وي.
" ټاکلي ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل، چې د افغان ځواکونو ملاتړ جاري ساتل غواړي او له ارزونې وروسته به په دغه هېواد کې د نورو ځواکونو پر وړاندیز هم غور وکړي".

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې امریکايي ځواکونو او سپینې ماڼۍ په دې تړاو له څه ویلو ډډه کړې ده.
خو په پنټګان کې چارواکي وايي، چې په نږدې وخت کې افغانستان ته د نورو امریکايي ځواکونو د استولو لږ هیله کېدلی شي.
په ورته مهال افغان طالبانو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته په لیک کې ویلي، چې له افغان جګړې دې لاس واخلي.
دې ډلې د لیک په خپرولو سره پر نوموړي غږ کړی چې په افغانستان کې له ۱۵ کاله "بې ګټې" جګړې دا زده کړي، چې دا جګړه د "هیچا" په ګټه هم نه ده.
" ښايي امریکا اړه نه وي، چې دا بې موخې جګړه وغځوي او د امریکايي چارواکو مسوولیت دی چې نور دې غمیزې ته پایټکی کېږدي. که امریکايي ځواکونه د افغانستان نېواک ته دوام ور کوي او زموږ درون ژوند ته نه پرېږدي، نو ښکاره ده چې جګړه وکړو او دا خپل روا حق بولو " .
وسلوالو طالبانو په لیک کې دا هم ویلي چې د امریکا په مشرۍ او امریکايي ځواکونه "هره ورځ په افغانستان کې بې ګنا ماشومان، ښځې او ځوانان وژني، کورونه، سوداګریز مرکزونه، روغتونونه او کروندې له منځه وړي".

د عکس سرچینه، .








