مونیخ غونډه: ولسمشر غني به د ټرمپ ادارې له چارواکو سره وغږیږي

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د مونیخ په امنیتي کانفرانس کې د ګډون لپاره نن شپه جرمني ته روانېږي. د دغه سفر په ترڅ کې به ښاغلی غني د ډونالډ ټرمپ ادارې له چارواکو سره خبرې وکړي.
ولسمشر به دغه راز د دغه کانفرانس پر مهال او څنډه کې د سیمې او نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو سره د ترهګرۍ او سخت دریځۍ پر ګواښونو او دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړي.
دا لومړی ځل دی، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې له مرستیال مایک پینس او د دفاع له وزیر جېمز متېس سره مخامخ کښېني.
د مونیخ کنفرانس دغه راز ولسمشر غني ته دوې ورځې فرصت ورکوي، چې د افغانستان په اړه د بېلو ښکېلو هېوادونو له چارواکو سره لنډې غونډې ولري.
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي که څه هم د ښاغلي غني او مایک پینس د لیدنې په اړه ډېر جزیات نه دي څرګند کړي، خو په خبره یې له ټولو لوېدیځوالو چارواکو سره خبرې د افغانستان پر ځان بساینې څرخي.
ښاغلی مرتضوي وايي، چې له امریکايي او نورو چارواکو سره دغه خبرې د مونیخ کنفرانس په څنډه کې کېږي.
"ولسمشر به دغه غونډه کې د ترهګرۍ او سخت دریځۍ پر مسایلو او سیمې او نړۍ د ترهګرو لخوا د ورپېښو خطرونو په اړه خبرې وکړي. د دغه کنفرانس په څنډه کې به ولسمشر غني د یو شمېر هېوادونو او سازمانونو له مشرانو سره هم لیده کاته ولري.
دغه ټولې خبرې په دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو او د نړۍ او سیمې پرامنیت او د ترهګرۍ پر ګواښونو راڅرخي. "
دغه کنفرانس ته به نن شپه ولسمشر غني د یوه ملګري پلاوي په مشرتابه روانېږي.
د مونیخ امنیتي کنفرانس د راتلونکې شنبې پر ورځ د جرمني په مونیخ ښار کې پیلېږي، چې ولسمشر غني هم په کې وینا کوي. خو د کنفرانس له پیله مخکې به د جمعې پر ورځ ولسمشر غني خپلې حاشیوي لیدنې کتنې وکړي.
له ولسمشر سره دغه سفر کې د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او دوه نور سلاکاران همایون قیومي او نادر نادري ملګري دي.
دغه کسان ولسمشر غني ته نژدې او د افغانستان په حکومت کې اغېزناک کسان بلل کېږي.
ولسمشر غني تر دې مخکې دوه ځله د مونیخ په کنفرانس کې ګډون کړی او تر ټولو لویه اندېښنه یې د داعش په نوم ډلې د فعالیتونو پراخېدو په اړه وه. هغه مهال د داعش ګواښ د اوس پر تله لږ محسوسېده.
دا ځل ولسمشر غني په داسې حال کې مونیخ امنیتي کنفرانس ته ځي، چې څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د امریکا ځواکونو لوړ پوړي قومندان جنرال جان نکولسن له خپلو چارواکو په افغانستان کې زرګونو اضافي امریکايي ځواکونو غوښتنه وکړه.
په افغانستان کې د امریکا د سولې انسټیټیوټ مشر او د چارو شنونکی شاه محمود میاخیل وايي، که افغان چارواکي له یوې اصلاحي تګلارې او اجنډا سره په مونیخ غونډه کې ګډون وکړي د لوېدیځوالو ملاتړ به خپل کړي.
غالب ګومان دا دی، چې امریکایی قومندان د افغانستان له بې ثباته شرایطو او په کې د نورو هېوادونو له لاسوهونو اندېښمن دی او د ځواکونو ډېرول د دغې ستونزې حل بولي. د نړۍ د امنیت په اړه مونیخ کنفرانس په جرمني کې تر سره کېږي او د نړۍ ډېر مشران په کې ګډون او ویناوې کوي.








