د افغانستان داعش ضد جګړه کې امریکایی سرتېری وژل شوی

د عکس سرچینه، Supplied
د امریکا دفاع وزارت ''پنتاګون'' وايي، د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د ''اسلامي دولت'' ضد جګړه کې د امریکا یو ټپي شوی پوځي مړ شوی دی. دا روان کال کې افغانستان کې د امریکا لومړی وژل شوی سرتېری دی.
یاد امریکایی سرتېري د داعش ضد جګړه کې ټپي شوی و.
ننګرهار له ګاونډي پاکستان سره ګډه پوله لري، چې هلته د اورپکو د فعالیتونو خبرونه ورکول کېږي.
امریکايي الوتکو څو ځلې ننګرهار کې د اورپکو پر مرکزونو بریدونه کړي.
داعش لومړی ځل په ۲۰۱۵ کال په دې سیمه کې د ''خراسان'' په نوم د خپل نوي ولایت د بنسټ اېښودو اعلان وکړ.
څو اونۍ وروسته، داعش د افغانستان پنځو نورو ولایتونو؛ هلمند، زابل، لوګر، فراه او ننګرهار کې خپل موجودیت اعلان کړ.
داعش داسې مهال راڅرګند شو، چې څو کلونه وسله وال طالبان د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو پرضد جنګېدل.
اټکل دی چې ''اسلامي دولت'' (داعش) نومې ډله افغانستان کې له زرو تر پنځو زرو پورې جنګیالي لري.

د عکس سرچینه، AFP
د ۲۰۱۵ کال لومړۍ نیمايي کې 'اسلامي دولت' ډلې د ختیځ ننګرهار ولایت ډېری برخې ونیولې.
داعش هڅه کوي د افغانستان شمالي برخو ته ځان ورسوي او له دې لارې له مرکزي اسیا، چیچنیا او د چین له اویغور اورپکو سره یوځای شي.
خو په وروستیو کې د افغانستان په جنوبي او لوېدیځو برخو کې طالبانو پراخ عملیات پیل کړل، چې افغان او ناټو ځواکونو یې مخه ونیوه.








