"داعش په پښتونخوا کې جذبېدونکي وسلوال افغانستان ته لېږي"
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي لندن
ایکسپرېس ټريبيون:

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستانۍ اکسپرېس ټريبيون ورځپاڼه وايي د اسلامي دولت نومې ډلې مشر ابوبکر البغدادي په عراق کې ماته منلې او پر خپلو پلويانو يې غږ کړى چې سيمه پرېږدي او يا دې ځانونه پټ کړي.
ورځپاڼه زياتوي دا خبر د عراق يوې تلويزيونې شبکې د خپلو سرچينو په وينا خپور کړى.
د نينوا ولسوالۍ حکومتي سرچينې وايي د البغدادي وروستۍ څرگندونې په ليکلې بڼه د دغې ډلې پر غړو ويشل شوې دي.
نوموړي په موصل کې د داعش دفترونو تړلو لارښوونه کړې او پر خپلو هغو پلويانو يې خپلو هېوادونو ته د بېرته ورستنېدو او يا ځان چوولو غږ کړى چې عرب توکمي نه دي.
د ورځپاڼې په وينا په موصل کې د داعش مشران سوريې او يا هغو سيمو ته تښتېدلي چې اوس هم د دوى په ولکه کې دي.
پښتونخوا:

د عکس سرچینه، Getty Images
همدې اکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې د يوه لوړ پوړي پاکستاني پوليس چارواکي په وينا ليکلي چې د داعش غړو په پښتونخوا کې د عادي وگړو په منځ کې ځانونه پټ کړي.
دغه چارواکي ورځپاڼې ته ويلي د داعش غړو د چارواکو تېر اېستلو لپاره کوچني کاروبارونه شروع کړي او يا ځينې مهال ځان د ښو طالبانو د بېلگې په توگه د حقاني ډلې غړي څرگندوي .
د دغه پاکستاني چارواکي په وينا داسې ډېر شواهد مخې ته راغلي چې ښيي دوى له تېرو ١٨ مياشتو راهيسې په پښتونخوا کې تبليغات کوي او د پاکستاني طالبانو غړي خپلو ليکو ته ور ماتوي او بيا يې جگړې لپاره افغانستان ته لېږي.
نيويارک ټايمز:
امريکا چاپ نيويارک ټايمز ورځپاڼه وايي د امريکا په متحدو ايالتونو کې د روسيې سفير د تماس يوه پياوړې شبکه جوړه کړې ده.
په روسيه کې د امريکا پخواني سفير مايکل انتوني مکفال ورځپاڼې ته د روسيې د اوسمهالي سفير سرگې کېزلياک لخواه جوړې شوې پرتمينه ميلمستيا نکل کړې او ويلي یې دي، په دغه ميلمستيا کې داسې کسانو گډون کړى و چې د روسيې په تړاو د ولسمشر اوباما ادارې لپاره د تگلارو په جوړولو کې ښکېل و.
ښاغلى مکفال وايي دې ته گوته په خوله پاتې و چې د روسيې سفير د امريکا په حکومت کې له ټولو سره ژور اړيکي پالل.
ورځپاڼه له روسيې سره د امريکايي چارواکو د ليده کاته په تړاو وروستيو را پورته شويو ناندريو ته په اشاره وايي د ښاغلي کيزلياک پراخو اړيکو د ولسمشر ټرمپ د ادارې دوه لوړ پوړي چارواکي له سختو ستونزو سره مخامخ کړل.

د عکس سرچینه، Getty Images








