پر بریتانیايي هوايي ډګرونو د 'داعش' بریدونو وېره

د عکس سرچینه، AFP
ټیلیګراف
بریتانوۍ ورځپاڼې ټيلیګراف په یوه راپور کې ویلي چې د دغه هېواد اتومي انرژۍ سټیشنونو او هوايي ډګرونو ته خبر داری ورکړل چې امنیتي تدابیر کلک کړي ځکه دا ویره شته چې د ''اسلامي دولت'' نومې ډلې کسان پر دغو سټیشنونو بریدونه وکړي.
د امنیتي ارګانونو په راپور کې د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې ویل شوي چې د دغې ډلې کسانو ښايي دا سې لارې چارې موندلې وي چې د دغو سټیشنونو له امنیتي کمربندونو تېر شي.
دوی ویلي ددغې ډلې او نورو ترهګرو دا سې لارې چارې موندلي چې په لپټاپونو او موبایل ټلفونونو کې چاودیدونکي توکي ځای پر ځای کوي په داسې توګه چې د هوايي ډګرونو امنیتي وسایل یې نه شي کشفولی.
انډیپنډینټ
په همدې تړاو بله بریتانیایۍ ورځپاڼه انډیپنډینټ په یوه راپور کې وايي ''اسلامي دولت'' (داعش) نومې ډلې د انټرنېټي بریدونو په برخه کې ماتې خوړلې او دا وروسته له هغه چې د لندن په ویسټمنسټر کې د تېرې اونۍ له برید نه پس په انټرنېټ کې ددغې ډلې د پروپاګند د مخنیوي لپاره هڅې ګړندۍ شوي دي.
خو خبر داری ورکړل شوی ''اسلامي دولت'' نومې ډله په دې ډګر له ماتې وروسته هڅه کوي چې د نويو اکونټونو ''ګڼونونو'' او نوې وېبپاڼو له لارې خپل فعالیت ته دوام ورکړي.
واشنګټن پوسټ

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکايۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په بهر کې د امریکا د دفاع وزارت 'پنتاګون' د عملیاتو په اړه یو مطلب خپور کړی چې وايي د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په راتګ سره ورځ تر بلې په منځني ختیځ او افریقا کې د عملیاتو لپاره د پنتاګون صلاحیتونه زیاتیږي او دا داسې عملیات دي چې د ورځپاڼې په وینا خلک پرې نه خبریږي.
ورځپاڼه په سومالیا کې د 'الشباب' ډلې پرضد د عملیاتو د اجازې ترلاسه کولو او په یمن کې د 'حوثي' یاغي ډلې پرضد عملیاتو کې برخې اخیستو ته اشاره کوي.
ورځپاڼه زیاتوي، په راتلونکو ورځو کې ښايي په افغانستان، سوریه او عراق کې د عملیاتو لپاره پنتاګون ته د صلاحیتونه ورکولو لپاره مهمې پرېکړې وشي.
د واشنګټن پوسټ د رپوټ له مخې، ښايي د سرتېرو د شمېر په برخه کې شته محدودیتونه او هغه اصول چې د جګړې په ډګر کې یې قومندانان په عملي کولو مکلف دي، له مخې لرې شي.
ده هیندو
هندۍ ورځپاڼې ''ده هیندو'' د دغه هېواد چتیس ګړ د لومړي وزیر هغه ګوت څنډنه راخیستې چې ویلي هغه کسان چې غواګانې او یا غویان حلال کړي اعدام به یې کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه څرګندونې وروسته له هغه کیږي چې په ګوجرات ایالت کې د نوي قانون له مخې د غوا حلالوونکي په عمر قید محکومیږي.
رامن سینګ دغه څرګندونې د ورځپاڼې د رپوټ له مخې د یوه خبریال د هغې پوښتنې په ځواب کې کړي چې ویلي و ایا غواړئ د ګوجرات ایالت په څیر کوم اقدام وکړئ؟.
په راپور کې ویل شوی په چتیس ګړ کې د غوایانو کاروبار او بل هېواد ته د حلالولو لپاره وړل یې منع دي او سرغړوونکو ته څلور کاله بند او د پنځوس زره هندۍ کلدارو نغدي جریمې سزا ورکول کېږي.








