"د پاکستان له بریدونو په لالپوره کې ۱۰۰ کورنۍ بې ځایه شوې"

د عکس سرچینه، .
د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې ځايي چارواکي وايي، چې د پاکستان پوځ لالپورې و لسوالۍ ته "په لسګونو توغندي" توغولي دي.
د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي بي بي سي ته وویل، چې تر دې دمه په دې بریدونو کې دوه ماشومان ټپي شوي او ۲۰ کورونه وران شوي دي.
د هغه په خبره، "له دې توغندويي بریدونو تر ۱۰۰ پورې کورنۍ امن سیمو ته لېږدېدلې دي".
دا ادعا له هغه وروسته ده چې د پاکستان په سیند ایالت کې یوه ځانمرګي په لال شهباز قلندر زیارت کې تر ۸۰ پورې کسان ووژل او تر ۲۵۰ نور یې ټپیان کړل.
له دغه برید وروسته د پاکستان پوځ په اسلام اباد کې د افغان سفارت چارواکي ور بللي او په افغانستان کې د "ترهګرو " پرضد د سملاسي عملیاتو غوښتنه یې ترې کړې ده.
د پوځ د عامه اړیکو مشر تورنجنرال اصف غفور د جمعې په ورځ په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې افغان چارواکو ته یې د داسې ۷۶ "ترهګرو" نوملړ ور کړی، چې په افغانستان کې استوګن دي.
د نوموړي په خبره، افغان چارواکو ته یې دا هم ویلي، چې د دغو "ترهګرو" پرضد عملیات وکړي او پاکستان ته یې وسپاري.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو د ارګ له خوا خپره شوې بیانیه کې افغان ولسمشر اشرف غني په لال شهباز قلندر زیارت کې برید غندلی دی.
په دغه بیانیه کې د ولسمشر غني له خولې راغلي "تروریستانو یو ځل بیا ثابته کړه چې په اسلامي او انساني ارزښتونو باور نه لري ".
ولسمشر غني ترهګر د ټولو هېوادونو ګډون دښمن بللي او هیله یې ښودلې چې پر ضد یې رښتونې مبارزه وشي.
د ملګرو متلونو سرمنشي او د نړۍ د نورو هېوادونو مشرانو هم په سیند ایالت کې دغه برید غندلی دی.
د پاکستان پوځ له په زیارت کې له دغې چاودنې وروسته عملیات پیل کړي او وايي، تر دا مهاله یې ۲۵ وسلوال وژلي او په لسګونو نور یې نیولي دي.

د عکس سرچینه، Twitter
په کونړ کې د افغان سرتېرو وژنه
له بلې خوا د افغانستان په کونړ ولایت کې ځايي چارواکي وايي، چې د ماڼوګي ولسوالۍ په ری سلام سیمه کې وسلوالو طالبانو د پولیسو پر پوسته برید کړی دی، چې له امله یې پنځه سرتېري وژل شوي دي.
د کونړ د امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، وسلوالو تېره شپه دا برید کړی دی.
د هغه په خبره، افغان پولیسو سملاسي ځوابي برید کړی، خو په دې نښته کې یو پولیس ورک شوی دی.








