اشرف غني: د وروستیو بریدونو عاملان پاکستان کې دي

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، افغان ولسمشر ویلي، ترهګرۍ پر سیمه او نړس سربېره پاکستان ته هم خطر لري.

افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستان له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي په کندهار، هلمند او کابل کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو ترسره کوونکي په پاکستان کې ژوند کوي.

د ارګ خبرپاڼه و ایي، جنرال قمر جاوید باجوه د دوشنبې په شپه افغان ولسمشر محمداشرف غني ته په کابل، کندهار او هلمند کې د تېرې سې شنبې ترهګریز بریدونو د غندلو لپاره ټلیفون کړی و.

خو د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر له نوموړي د مننې ترڅنګ هغه ته ویلي: "دا کسان چې د دې بریدونو مسوولیت یې منلی، په پاکستان کې ازادانه فعالیت کوي او خپلو لیکو ته نور کسان ګوماري، چې پرضد یې تراوسه کوم ګام نه دی پورته شوی".

د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر غني له قمر باجوه سره په خبرو کې یو ځل بیا ترهګري او توندلاري سیمې او نړۍ ته سخت ګواښ بللی اوزیاته کړې یې ده: "د دغه ګډ ګواښ پر وړاندې د جدي مبارزې نه اراده په خپله پاکستان او سیمې ته زیات خطرونه پېښولی شي".

د خبرپاڼې له مخې، په دغو ټلیفوني خبرو کې د پاکستان لوی درستیز ویلي، هېواد یې د افغانستان د امنیت او ثبات په برخه کې د همکارۍ ټینګه اراده لري.

هغه په افغانستان کې د پاکستان له لوري د تېرو کړنو د نه تکرار ټینګه ژمنه هم کړې.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یواځې د کابل برید له امله تر ۳۸ کسان وژل شوی او ۸۷ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په کابل، کندهار او هلمند کې د تېرې سې شنبې ورځې د قربانیانو په ویر کې دوه ورځې ملی ماتم(یکشنبه دوشنبه) اعلان کړی دی.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په کابل کې د تېر برید د وژل شویو شمېر ۳۸ کسانو ته رسېدلی او ۸۷ کسان ټپي شوي دی.

په کندهار کې د پنځو عرب ډيپلوماټانو په ګډون، د افغانستان د ولسي جرګې دوه غړي او د کندهار مرستیال والي په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

په هلمند کې هم د ځانمرګي برید له امله ۷ کسان وژل شوي او ۸ ټپیان دي.