د کندهار امنیې قومندان وايي د کندهار برید د طالبانو او حقاني شبکې ستر هدف و

د ویډیو تشریح، د کندهار امنیې قومندان وايي د کندهار برید د طالبانو او حقاني شبکې ستر هدف و

کندهار کې له چاودنې وروسته د دغه ولایت امنیې قومندان جنرال عبدالرازق وايي په دغه ولایت کې دا ډول برید د طالبانو او حقاني شبکې ستر هدف و.

خو طالبانو د دغه برید مسولیت نه دی منلی.

د جنرال رازق په وینا د دغې پېښې پلټنه روانه ده.

نوموړي د ټپي‌ شوي والي روغتیا حالت د ډاډ وړ وباله.