افغان کډواله 'تر اروپا د بدچلند مېړه له خوا تعقیبه شوې'

لینا
د عکس تشریح، (کیڼ لاس ته لینا- ښی لاس ته خیریه کارکوونکې) لینا له دې ډارېږي چې مېړه یې د دې په موقعیت پوه شي.
    • Author, جېمز بدکاک
    • دنده, هسپانیه

لینا وايي د دې یوازینی جرم دا دی چې "ښځه ده او افغانستان کې زېږېدلې ".

تر دې ۲۵ کاله مشر سړي ته وروسته له هغې په زوره واده شوه چې ویل کېږي پر دې یې جنسي تېری وکړ. دا ۲۳ کلنه افغانه نجلۍ اوس یونان کې د کډوالو په کمپ کې ده.

خو لینا بي بي سي ته وویل له هغه سپکوونکي مېړه چې راتښتېدلې اوس ورپسې دی او د سرغړونې په تور یې په مرګ ګواښي.

هسپانیه کې له کډوالو د ملاتړ خیریه موسسه د دې کیسه تاییدوي.

د لینا لور
د عکس تشریح، د لینا دوه کلنه لور چې عکس کې ښکاري، اوسمهال یونان کې لوییږي.

د لینا مېړه له دې او دوو ماشومانو یې یو ګام وروسته دی. د یونان اصلي وچې ته د لینا له لېږدېدلو لږ وروسته، مېړه یې د لېسبوس ټاپو ته رسېدلی.

لینا وايي "کله چې زه ۱۶ کلنه وم دغه سړي پر ما جنسي تېری وکړ. زه یې شکنجه کړم، نارواوې یې راسره وکړې او په ورځو ورځو یې وږې پرېښودم. " دې دا خبرې پر ټیلفون له هغه ځایه وکړې چې سلګونه کانتینري کوټي پکې جوړې شوي او لینا له خپلې دوه کلنې لور، درې کلن زوی او مور سره ژوند کوي چې ټول په ګډه له افغانستانه راوتلي.

د سږکال په پیل کې دغه کورنۍ وړاندې تر دې چې له کابله تر لېسبوس ټاپو ورسېږي، د پاکستان، ایران او ترکیې مزلونه وهلي او لېسبوس ته له ډاره ډک سمندر نه هم تېر شوي.

کډوال یونان کې

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، وروستیو کې سلګونه زره کډوال د یونان د ټاپوګانو له لارې اروپا ته کډه شول.

لینا وايي مېړه مې "اوس موندلې یم. آن تر ترکیې يې زه لټولم او اوس لېسبوس کې په تمه دی چې د یونان اصلي وچې ته راورسېږي او ما ووژني او خپله ژمنه بشپړه کړي. که په ټاپو کې په ګوتو ورغلې وای نو وژلې به یې وم. هغه پوهېږي زه چېرې او کوم کمپ کې یم. "

له بارسلونا یوې خیریه کارکوونکې یرېس سېکوېرا د لینا مسله هغې هسپانیوۍ ډلې سره شریکه کړه چې د هسپانیې چارواکو سره د کډوالو پر منلو کارکوي.

د "کډوالو ښه راغلاست " ډلې دا په هغه ۲۲ کسیز نوملړ کې شامله کړه چې ډېر زیان منونکي دي، خو دوی تراوسه د هسپانیې د دولت پرېکړې ته په تمه دي.

دا په داسې حال کې ده چې آغلې سېکوېرا وايي د لینا مېړه د فېسبوک له لارې ګواښونه کړي.

آغلې سېکوېرا وايي "یوه ورځ یوه چا چې ما نه پېژنده پر فېسبوک ملګرې کړم او په عربي ډوله تورو یې راته څه ولیکل چې ما نشو لوستلای. هغه ویلي ول چې د لینا مېړه دی او د هغې پوښتنه یې کړې وه، خو ما وویل چې زه د هغې په اړه هېڅ نه پوهېږم او ډپ مې کړ. "

مدرېد

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د مدرېد کیڼ اړخي ښاروال د هسپانیې دولت سره د لینا پر پناه غوښتنې غږېدلی.

دا خیریه کارکوونکې وايي چې د لینا مېړه په بل نوم بیا له دې د معلوماتو غوښته وکړه چې ګواکې د لېسبوس ټاپو کې یې له خیریه کارکوونکو یې کورنۍ سره د یو ځای کېدو مالومات اخیستي.

آغلې سېکوېرا وايي " هغه ما ته وویل چې ښه پوهېږي لینا کومې کوټې کې ده او زه یې په دې وګواښلم چې خاینه یم. "

هسپانیه کې د کډوالو ښه راغلاست موسسه وايي اوس لینا د دې اجازه لري چې خپله کوټه قلف کړي، په داسې حال کې چې معمولاً چا ته د اجازه نه ورکول کېږي.

خو آغلې سېکوېرا د لینا د ژوند په اړه اندېښمنه ده او وايي باید له یونانه واېستله شي.

د مادرېد کیڼ اړخي ښاروال د هسپانیې دولت ته ویلي چې خوښ دي لینا ته پناه ورکړي او استوګنځای یې هم ورته چمتو کړی، خو د کډوالۍ او پناه ورکولو پرېکړه د هسپانیې د کورنیو چارو وزیر کوي.

هسپانیې چې د اروپايي ټولنې د هوکړې پر بنسټ د ۱۷۰۰۰ کډوالو د منلو هوډ وکړ، د اکتوبر میاشت تر پایه یې ۸۶۷ پناه غوښتونکو ته ځای ورکړی.

A child wanders between tents erected inside an old railway shed in Idomeni, Greece (23 November 2016)

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یونان کې د ډېرو کډوالو منزل مالوم نه دی خو په تمه تمه شپې سبا کوي.

د دولت تګلاره ده چې پر فردي قضیو بحث نه کوي.

هاخوا لینا په مینځ کې پاتې ده. هغه وايي " لطفاً له ما سره مرسته وکړئ چې له دې دوزخه خلاصه شم او د ژوند لپاره یو بله موقع ولرم. زه پخوا یوه پېغله نجلۍ وم چې لوړ خوبونه مې لیدل چې زده کړه وکړم او خپلواکه اوسم، خو افغانستان کې له دې حقونو بې برخې وم. زه د هسپانیې د خلکو لمن نیسم چې زما کورنۍ ومني. زه له تاوتریخوالي او خپل مېړه پرته ژوند غواړم. له هغه تېښته ، زما ژغورل دي. "

د ویډیو تشریح، د کډوالو په اړه د ګوند په غونډه کې یو افغان ماشوم د جرمني له لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل مننه او ترې د لاسونو د لمس کولو غوښتنه وکړه