م. م: پاکستان کې افغان کډوال ''له ياده مه باسئ''

د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتو ادارې له نړیوالې ټولنې غوښتي هغه افغان کډوال چې له لسيزو راهيسې د جګړو له امله په پاکستان کې دېره دي له ''ياده'' و نه باسي.
د سازمان د رسمي شمېرو له مخې ۱،۵ ميليون افغان کډوال اوس په پاکستان کې دېره دي چې ډېری يې د دغه هېواد په پنډغالو کې سخت ژوند تېروي.
ويل کېږي همدومره نور افغان کډوال چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري هم مېشت دي.
د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتو سازمان مشر انتونيو ګوترس تېره ورځ (دوشنبه، ۲۳ جون) په پاکستان کې د افغان کډوالو يو شمېر پنډغالو ته ورغلی و.
ده وويل افغانستان بېرته راستنېدونکو ته د يوه مناسب چاپيريال د رامنځته کېدو په برخه کې مرستې ته اړتيا لري.
ښاغلي ګوترس زياته کړه: ''د ملګرو ملتو ټول پام د منځني ختيځ، سوريې او عراق کړکېچ ته ور اووښتی، خو افغانان وروسته له سوري وګړو دویم ستر نفوس دی چې په ګاونډي هېواد کې مېشت شوي''.

د سازمان مشر وويل: ''نړیواله ټولنه بايد په دې وپوهېږي چې دا يوازې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو پاکستان او ايران مسووليت نه دی، بلکې دا مسووليت ټولو ته راجع دی''.
تېره اوونۍ ملګرو ملتو اعلان وکړ د هغو کسانو شمېر چې د جګړو، زورزياتي او شکنجې له امله د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي ۶۰ ميليونه ته رسېدلی دی.

د ملګرو ملتو شمېرې ښيي چې د دغو کډوالو نيمايي يې ماشومان دي.
پاکستان کې پر افغان کډوالو وروسته له هغه د دغه هېواد د پوليسو او امنيتي ځواکونو فشار زيات شوی چې پېښور کې پر يوه پوځي ښوونځي بريد وشو.
د ملګرو ملتو رسمي شمېرې ښيي د هغو افغان کډوالو شمېر چې د روان ميلادي کال په لومړيو څلورو مېاشتو کې له پاکستان نه خپل هېواد ته ستانه شوي د هغو نهه برابره دي چې تېر کال په همدې موده کې هېواد ته ستانه شوي دي.








