د بېړۍ اوښتو ۲۴ افغان کډوال وژلي

داسې ویل کېږي چې کډوالو غوښتل رومانیا ته ځان ورسوي چې د اروپايي ټولنې غړی هېواد دی
د عکس تشریح، داسې ویل کېږي چې کډوالو غوښتل رومانیا ته ځان ورسوي چې د اروپايي ټولنې غړی هېواد دی

د راپورونو تر مخه د ترکیې مرکزي ښار استانبول په شمالي ساحل کې د کډوالو بېړۍ اوښتو له امله لږ تر لږه ۲۴ کډوال وژل شوي او ډېر نور لادرکه دي.

وېل کېږي وژل شوي کسان ټول افغان کډوال دي.

د ژوندیو کسانو موندلو او مړیو راایستو عملیات پیل شوي.

ژغورونکې ډلې د اوبو له لاندې د مړیو په را ایستلو بوختې دي.

په بېړۍ کې ۴۰ کسان سپاره و چې ډیری یې افغانان او د سوریې کډوال و.

په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د ژغورنې ډلې یوه غړي علي ساروهان هریت ورځپاڼې ته وویل:

"هوا زموږ کار له مشکل سره مخامخ کړی، دا یوه کوچنۍ بېړۍ وه او دوی په کې ۴۰ کسان سپاره کړي وو. موږ د ماشومان مړي وینو چې د اوبو پر سر بهیږي"

ډیری کډوال تل په دې هڅه کې وي چې له یوه نه یوه لارې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته ځان ورسوي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ډیری کډوال تل په دې هڅه کې وي چې له یوه نه یوه لارې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته ځان ورسوي

تر اوسه لا نه ده په ډاګه چې دغه بېړۍ ولې چپه شوې.

د رپوټونو تر مخه د شمالي ساحل په دې ساحه کې د بېړۍ سفر غیر عادي دی.

داسې ویل کېږي چې کډوالو غوښتل رومانیا ته ځان ورسوي چې د اروپايي ټولنې غړی هېواد دی.

ډیری کډوال تل په دې هڅه کې وي چې له یوه نه یوه لارې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته ځان ورسوي.

دوه میاشتې وړاندې د کډوالو یوه بله ډله چې ډیری يې د سوریې او افغانستان وو د ترکیې د سمندري ځواکونو له خوا وژغورل شول.