د ټاکنو په نوي قانون کې ټاکنیزه درغلي جرم ګڼل شوی

ارګ

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح، افغان ولسمشر له سیاسي او جهادي مشرانو غوښتي چې د ټاکنو په تړاو د دقت او سلا مشورو د اړتیا ته په پام، خپل نظرونه ددغې "ملي مسئلې" په تړاو په لیکلې ډول ده ته وړاندې کړي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون غړیتوب ته له کاندیدانو سره د مرکو لړۍ پای ته رسېدو وروسته، له یو شمېر سیاسي مشرانو سره په لیدنه کې ټاکنیزو درغلیو د جرمي ماهیت پر اهمیت ټینګار کړی.

د غوراوي کمېټې د عقرب/لړم په ۲۰مه د ټاکنو خپلواک کمیسیون د اوو غړو غوره کېدو لپاره د ۲۱ کسانو او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ۵ غړو غوراوي لپاره د ۱۵ کسانو نوملړ ولسمشر ته وړاندې کړ.

د دې کمېټې رییس جاوېد رشیدي چې د دغه نوملړ په برابرېدو یې د کمېټې کار پای ته رسېدلی ویلي؛ دوی دغه کسان د یوې میاشتې په لړ کې د ۷۲۰ داوطلبو کسانو له ډلې غوره کړي.

ولسمشر اشرف غني

د عکس سرچینه، ارګ

د عکس تشریح، افغان ولسمشر د ټاکنو روڼوالي او سموالي کې د "سیاسي قشر د اجماع او همکارۍ" پر اړتیا ټینګار وکړ

ولسمشر غني په تېرو دریو ورځو کې د یو شمېر لوړپوړو دولتي چارواکو اجراییه رییس عبدالله عبدالله، د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، لوی څارنوال فرید حمیدي او د سترې محکمې یوه غړي په حضور کې "د مرکه کوونکې کمېټې" په توګه له دغو داوطلبو کسانو سره مرکې وکړې.

له دغو کسانو سره د مرکو په پای کې ولسمشر غني له یو شمېر سیاسي مشرانو سره سلا وکړه.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، په دغه ناسته کې لږ ترلږه ۱۴ مهمو سیاسي څېرو برخه لرله.

له دې ډلې چې په دغه ناسته کې یې حضور درلود د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي استازی محمد امین کریم او ملګرو ملتونو کې د طالبانو پخوانی استازی عبدالحکیم مجاهد هم و.

وسله وال طالبان د ټولټاکنو مخالف دي.

د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي له دولت سره د سولې تړون تر لاسلیک وړاندې ویلي چې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په شته والي کې رڼو ټاکنو ته لازم شرایط برابر نه دي.

ولسمشر غني له سیاسي مشرانو سره لیدنه کې، د ټاکنو نوي قانون له مخې ټاکنیزې سرغړونې "جرم" بللي دي او د نوموړي په خبره "مهم" ټکي، کولی شي د ټاکنیزو درغلیو مخه ونیسي.

ارګ

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح، ولسمشر غني د یو شمېر لوړپوړو دولتي چارواکو په حضور کې د ټاکنیزو کمیسیونونو د غړیتوب له داوطلبانو سره مرکې وکړې

په تېرو قوانینو کې ټاکنیزې سرغړونې او درغلۍ جرم نه بلل کېدې او په ټاکنیزو درغلیو کې لاس لرونکي کسان تر عدلي او قضایي تعقیب لاندې نه نیول کېدل.

افغان ولسمشر د ټاکنو روڼوالي او سموالي کې د "سیاسي قشر د اجماع او همکارۍ" پر اړتیا ټینګار سره ویلي؛ "د ټاکنیزو کمیسیونونو له ټولو کاندیدانو سره مرکه شوې ده او مهم معیارونه په پام کې نیول کېږي او امانتداري د ټاکنیزو کمیسیونو د غړیتوب لپاره یو له مهمو معیارونو دی."

ولسمشر غني له سیاسي او جهادي مشرانو غوښتي چې د ټاکنو ترسره کېدو په تړاو د دقت او سلا مشورو لپاره خپل نظرونه د دغې "ملي مسئلې" په تړاو په لیکلې ډول ده ته وړاندې کړي.

په دغه ناسته کې د افغانستان د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله ویلي؛ "د غوراوي کمېټې په کار کې هېڅ لاسوهنه نه ده شوې" او څه چې ممکن و ترسره شوي دي.

ښاغلی عبدالله چې د ۱۳۹۳ کال د ولسمشریزو ټاکنو له اصلي معترضینو و په وار وار ویلي؛ "که سیاسي قشر پرېکړه وکړي او د همکارۍ روحیه ولري نو راتلونکې ټاکنې به په ښه توګه ترسره شي."

ښاغلي عبدالله د ټاکنو پر ترسره کېدو د ټینګار ترڅنګ ویلی؛ "د ټاکنو ترسره کېدو لپاره سیاسي اراده شته". د نوموړي په وینا په دې اړه وړاندې شوي وړاندیزونه به راتلونکې یکشنبې وارزول شي.

ارګ

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح، د ټاکنیزو کمیسیونونو د غړو نوملړ به د ولسمشر او د مرکه کوونکې کمېټې نورو غړو ترمنځ د راتلونکي یکشنبه ناسته کې وروستی شي

د قانون له مخې؛ ولسمشر اووه کسان د ټاکنو خپلواک کمیسیون او پنځه نور کسان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د غړیتوب لپاره غوره کوي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي بي بي سي ته وویل؛ د ټاکنیزو کمیسیونونو د غړو نوملړ به د ولسمشر او د مرکه کوونکې کمېټې نورو غړو ترمنځ د راتلونکي یکشنبه ناسته کې وروستی شي.