د افغانستان د ټاکنیزو کمیسیونونو د غړیتوب کاندیدانو نوملړ ولسمشر ته سپارل شوی

د افغانستان د ټاکنیزو کمیسیونو د غړو د غوراوي کمېټې د خپلو وړاندیز کړو کسانو د نومونو لست ولسمشر ته سپارلی دی.
ددې کمېټې رییس جاوېد رشیدي نن د پنجشنبې په ورځ (عقرب/لړم ۲۰مه) په یوه خبري ناسته کې وویل؛ دوی ۲۱ کسان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د غړیتوب او ۱۵ کسان د ټاکنیزو شکایتونو د ارزونې کمیسیون د غړیتوب لپاره ولسمشر ته ورپېژندلي دي.
د هغه په وینا، دوی دغه کسان د یوې میاشتې په لړ کې د ۷۲۰ داوطلبو کسانو له ډلې غوره کړي.
د غوراوي کمېټه د ټاکنو قانون له مخې په دغو بنسټونو کې د غړیتوب غوښتنلیکونه ترلاسه کوي او د داوطلبو کسانو شرایط ارزوي.
د افغانستان د ټاکنیزو کمیسیونونو د غړو د غوراوي کمېټه د ولسمشر د تقنیني فرمان له مخې جوړه شوه. دا کمېټه پنځه غړي لري چې د سترې محکمې، د بشري حقونو کمیسیون، د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمیسیون، د مدني ټولنې او د ښځو ملاتړو ټولنو یو یو استازی پکې دي.
د ولسمشر د تقنیني فرمان له مخې، په دغو کمیسیونونو کې د غړیتوب شرایط دا دي چې لږ ترلږه په ټولنیزو علومو کې د لیسانس سند ولري، په دولتي یا غیردولتي بنسټونو کې یې ۱۰ کاله دنده ترسره کړې وي او لږ ترلږه ۳۵ کاله عمر ولري.
د غوراوي کمېټې غړي عبدالله شفاهي وایي؛ هغوی پر قانوني معیارونو سربېره، د ټاکنیزو کمیسیونونو غړیتوب ته د کسانو په غوراوي کې ترجیحي معیارونه هم په پام کې نیولي دي.
د هغه په وینا، لوړو زده کړو کې لوړې درجې، د پوهنتونونو اعتبار، د کاري تجربې څرنګوالی، د ژبو پوهېدو او کمپیوټر په برخو کې پوهاوی، عمر، قومي او جنسیتي ترکیب نور معیارونه دي چې په دغو غوراویو کې په پام کې نیول شوي دي.
د غوراوي کمېټې د کار په پایته رسېدو سره، ولسمشر محمد اشرف غني به د نویو ټاکنیزو کمیسیونونو د جوړېدو حکم ورکړي.
که څه هم ددغو دوو بنسټونو اوسنيو غړو څو ځلې د خپل کار پر دوام ټینګار کړی، خو د ولسمشر لخوا د نویو غړو په پېژندل کېدو سره به هغوی اړ شي چې دا حکم ومني.
د ټاکنیزو بنسټونو اصلاح او د هغوی به مدیریت کې بدلون د ملي یووالي حکومت د مشرانو له دوه کاله وړاندې ژمنو و، ځکه چې ددغو بنسټونو اوسني لوړپوړي مشران په ناسم مدیریت او ان په پراخه کچه په ټاکنیزو درغلیو کې په لاس لرلو تورن شوي دي.
د ټاکنیزو کمیسیونونو اوسني غړي هم د غوراوي کمېټې لخوا غوره شوي وو چې ترکیب یې د نوې غوراوي کمېټې په څېر و خو توپیر یې دا و چې هغې کې د مدني ټولنې استازی نه و.
وړاندې تردې د ټاکنو کمیسیون رییس احمد یوسف نورستاني او د دې کمیسیون د دارلانشا رییس ضیا الحق امرخېل له خپلو دندو استعفاوې کړې دي.
د غوراوي کمېټې د کار روڼوالي په تړاو نیوکه
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ (تیفا) غړې صغرا سعادت وایي؛ د ټاکنو څارونکي بنسټ په توګه ددغې کمېټې د کار د روڼتیا په تړاو نیوکه لري.
د هغې په وینا، ددغې بنسټ پرېکړې ددوی د څارونکو په نشتون کې کېدې او د غړیتوب د داوطلبو کسانو لپاره د اعتراض بهیر نه و.
هغې همداراز وویل؛ دوی ته موقع نه ده ورکړل شوې چې د مرکو له څرنګوالي څارنه وکړي.
خو د غوراوي کمېټې غړي وایي؛ هغوی د خپل ځان د امنیت لپاره اړ و چې ددې بهیر تر پایته رسېدو ځینې معلومات پټ وساتي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د غړیتوب لپاره د وړاندیز شویو کسانو نوملړ
دټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د غړیتوب لپاره د وړاندیزو شویو کسانو نوملړ








