د شربت ګلې د خوشې کولو امر شوی دی

شربت ګله
د عکس تشریح، شربت ګله جعلي پاکستانۍ پېژندپاڼې د درلودو په تور په پېښور کې نیول شوې وه.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار وايي، د شربت ګلې په نامه د هغې افغانې مېرمنې په ضمانت د خوشې کولو امر یې کړی، چې په ۱۹۸۰ مو کلونو کې یې د کډوالۍ پر مهال اخیستل شوي انځور نړېوال شهرت خپل کړ.

نوموړې د جعلي پاکستانۍ پېژندپاڼې د درلودو په تور په پېښور کې نیول شوې وه.

شربت ګله

د عکس سرچینه، Alamy

د عکس تشریح، نشنل جیوګرافیک په ۱۹۸۵ کال کې د هغې انځور خپلې مجلې کې خپور کړ.

رپوټونه وايي هغې د دغه جرم تر سره کول رد کړي دي.

ښاغلي نثار ویلي، شربت ګله پر بشري دلایلو خوشې کېږي، خو دی نه غواړي چې اړونده قضیه یې ختمه شي، ځکه په تړاو یې یو شمېر چارواکي په اداري فساد کې پر ښکېلتیا تر شک لاندې دي.

د شربت ګلې یاد شوی انځور د نیشنل جیوګرافیک مجلې پر پښتۍ خپور شوی ؤ، چې د جګړو له امله د کډوالۍ په یوه نړیوال سمبول بدل شوی ؤ.

د دغه انځور اخېستونکي سټیف مېککري د هغې نیول کېدل له انساني حقونو سرغړونه بللې.

شربت بي بي په ۱۹۸۴ کال کې افغانستان کې د جګړې پرمهال له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته کډواله شوه او د پېښور په ناصرباغ کمپ کې اوسېده.

سټیف مېککري

د عکس سرچینه، AFP/Getty

د عکس تشریح، عکاس سټیف مېککري د شربت ګلې نیول کېدل له انساني حقونو سرغړونه بللې.

نوموړې هغه مهال مشهوره شوه چې نشنل جیوګرافیک په ۱۹۸۵ کال کې د هغې انځور خپلې مجلې کې خپور کړ. هغه مهال شربت ګله ۱۲ کلنه وه.

د انځور تر خپرېدو وروسته تر ۲۰۰۲ کال پورې د شربت ګلې ځای ځایګی څرګند نه و، خو وروسته همغه عکاس چې په ۱۹۸۵ کال کې یې انځور اخستی و، د هغې پلټنه پیل کړه.

نشنل جیوګرافیک چینل په ۲۰۰۲ کال کې د هغې د شنو سترګو له امله یو مستند فلم جوړ کړ چې ورپسې بیا دغه افغان مېرمنه د افغانستان د جګړې "مونالیزا" په نوم مشهوره شوه.