د "افغانستان مونالیزا" خوشي کولو ډیپلوماتیکې هڅې

شربت ګله
د عکس تشریح، پاکستاني پولیسو د چهارشنبې په ورځ (عقرب/لړم ۵مه) شربت ګله ونیوله او اوس د پېښور په یوه زندان کې ده.
    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

د افغانستان دیپلوماتیکې سرچینې وایي؛ ډېر ژر به د پاکستان په خیبرپښتونخوا کې نیول شوې مشهوره افغان مېرمنه شربت ګله له زندانه راخوشي کړي.

سفیر حضرت عمر زاخېلوال بي بي سي ته وویل، دوی د موضوع د تعقیبولو لپاره د سفارت چارواکي او قانوني وکیلان پېښور ته استولي دي.

ښاغلي زاخېلوال ویلي؛ د پېښور محکمه د راتلونکې سه شنبې (لړم ۱۱مه) په ورځ د شربت ګلې قضیه څېړي او "موږ هیله من یو چې د هغې د خوشي کېدو حکم وکړي."

زاخیلوال په اسلام اباد کې د سفیر په توګه وټاکل شو

د عکس سرچینه، Magnum Photos

د عکس تشریح، زاخیلوال وايي کله چې شربت ګله راخوشي شي، نو له خپلې کورنۍ سره به یې افغانستان ته ولېږي او له ولسمشر نه به هم وغواړي چې د هغې د اوسېدو لپاره د یوه کور ورکولو حکم ورکړي.

سفیر ویلي چې په دې تړاو یې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز سره هم خبرې کړي او هغه ته یې یو لیک هم وراستولی او نوموړي هم د شربت ګلې خوشي کېدو ډاډ ورکړی.

ښاغلي زاخېلوال پر خپلې رسمي فسبوک پاڼې ددغه لیک څو ټکو په اړه ویلي؛ "د یوې نړیوالې مشهورې څېرې شربت ګلې نیول چې خپل هېواد کې هم ډېر مینه وال لري، د افغانستان خلک دردولي."

نوموړی زیاتوي؛ د پاکستان کورنیو چارو وزارت افغان اتباعو ته ویلي که د نومبر تر ۱۵مې پاکستاني پېژندپاڼې بېرته وسپاري نو له قانوني تعقیب نه به خوندي وي، خو لا چې دوه اونۍ پاتې دي، شربت ګله نیوله شوې ده.

پاکستاني چارواکو د چهارشنبې په ورځ شربت ګله په دې تور ونیوله چې ځان او د خپلې کورنۍ غړو ته یې د پاکستان جعلي شناختي کارت (پېژندپاڼه) جوړ کړی دی.

خو اسلام اباد کي د افغانستان سفیر ویلي؛ د پولیسو د ادعا پرخلاف د شربت ګلې پاکستانۍ پېژندپاڼه جعلي نه ده او نه هم د درغلۍ له لارې ترلاسه شوې، بلکې پاکستان کې ۵۰۰ زره افغانانو ته د پاکستان د نفوسو ثبت ادارې (نادرا) "د یوې پروسې له مخې پخپله ورکړې چې د کورنیو چارو وزارت ترې ښه خبر دی".

د زاخيلوال په خبره، کله چې شربت ګله راخوشي شي، نو له خپلې کورنۍ سره به یې افغانستان ته ولېږي او له ولسمشر نه به هم وغواړي چې د هغې د اوسېدو لپاره د یوه کور ورکولو حکم ورکړي.

د ځانګړو شنو سترګو لرونکې شربت بي بي وروسته له هغه نړیوال شهرت وموند چې په ۱۹۸۵ کال کې نشنل جیوګرافیک پر خپلې مجلې د هغې د مخ انځور خپور کړ.

شربت ګله

د عکس سرچینه، dpa

شربت ګله هغه مهال ۱۲ کلنه وه او د پېښور د ناصرباغ په کمپ کې اوسېده. وروسته دغه ټلویزیوني چینل په ۲۰۰۲ کال کې چې تر ۱۵ کلنې بې درکۍ وروسته یې یوځل بیا د شربت ګلې پل ومونده، د هغې پر شنو سترګو یو مستند فلم جوړ کړ.

"د افغانستان د مونالیزا" ورور کشرخان بي بي سي ته وویل، شربت ګلې د پاکستان شناختي کارت د خپل لېور په سپارښتنه جوړ کړ.

کشرخان وایي؛ هغه مهال یې هم خپله خور له دې کاره منع کړې وه، ځکه چې د هغې عکسونه وار له مخې ټولې نړۍ لیدلي و چې دا یوه افغانه مېرمنه ده.

د ۴۶ کلنې شربت ګلې مېړه دوه کاله وړاندې د تور زیړي د ناروغۍ له امله مړ شوی، یو زوی او دوه لوڼې لري او په پېښور کې له خپلې کورنۍ سره اوسېده.

کشرخان وویل، د شربت ګلې تر نیول کېدو وروسته نه دی توانېدلی له خپلې خور او د هغې له ماشومانو سره خبرې وکړي.

هغه له پاکستاني چارواکو د خپلې خور د خوشي کولو غوښتنه وکړه.

بلخوا د نشنل جیوګرافیک عکاس سټیو مکیوری چې د شربت ګلې عکس یې اخستی و وایي؛ د هغې د خلاصون لپاره یې له یوه پاکستاني مدافع وکیل سره اړیکه نیولې ده.

ښاغلی مکیوري له نړیوالو سازمانو هم غواړي چې د شربت ګلې د خلاصېدو غږ پورته کړي، ځکه چې شربت ګله تر لسیزو پورې د کډوالۍ سمبول بلل کېده.