پر خواله رسنیو د عکسونو بدلولو اپليکېشنونه؛ حکومتونه یې باید مخه ونیسي؟

Krystle Berger

د عکس سرچینه، Krystle Berger

د عکس تشریح، کرېسټل برجر چې د دغو فلترونو یوه کاروونکې ده وايي:"دا فلترونه زما ځانګړنې بشپړی نه بدلوي."

پر خواله رسنۍ خپرېدونکو عسکونو کې لاسوهنه او هغه په خپله خوښه فلترونو کې جوړول له اوږدې مودې راهیسې د ډېرو لپاره د اندېښنې وړ مسله ده.

خو د عکسونو سربېره اوس داسې ویډیوګانې هم خپرېږي‌ چې د مخ بڼه بدلوي، خو پوښتنه دا ده چې آیا حکومتي‌ چارواکي باید د دې کار د کنټرول لپاره مداخله وکړي که نه؟

کرېسټل برجر چې د دغو فلترونو یوه کاروونکې ده وايي:"دا فلترونه زما ځانګړنې بشپړی نه بدلوي."

کله چې هغه پر انسټګرام، ټیک ټاک او فسبوک خپل عکسونه او ویډیو ګانې خپروي هغه وايي: "زه واقعا په ډجیټلي بڼه ځان ته میکپ کوم او ځان پکې سینګاروم او د مخ رنګ مې پکې روښانه کوم ."

د امریکا په اندیانا ایالت کې دغه په عمر ځوانه مور آغلې برجر د FaceTune په نامه اپلیکېشن کارولو لپاره پیسې ورکوي.

دغه اپلیکېشن په ټوله نړۍ کې له ۲۰۰ میلیونه ډېرو کسانو ډاونلوډ‌ کړی دی.

دا اپلیکېشن خپلو کاروونکو ته د دې اجازه ورکوي چې د دوی د مخ ظاهري بڼه بشپړه بدله کړي، د سترګو اندازه بدلوي،‌ د سترګو رنګ بدلوي، د مخ رنګ روښانوي، مخ کوچنی کوي او نور ته ورته نور بدلونونه پکې راوستلی شي.

FaceTune's video app

د عکس سرچینه، FaceTune

دغه اپلیکېشن لومړیو کې یوازې عکسونو کې د کارېدو وړتیا لرله خو دوه کاله وړاندې یې د لنډو سلفي ویډیوګانو اخیستل هم پیل کړل چې له هغې راهیسې یې ډېره وده کړې.

دې ته ورته د Perfect365 په نامه یو بل مشهور اپلیکېشن هم دی چې پر مټ یې کاروونکي کولی شي د خپلو ټولنیزو رسنیو عکسونه بشپړ بدل او ښکلي کړي.

د FaceTune اپلیکېشن د لایتریکز په نامه یوه اسراییلي شرکت دی، دوه کاله مخکې یې ارزښت ۱،۴ میلیارده پاونډه یاد شوی و.

د دغه شرکت بنسټ‌ ایښودونکی زیو فارمن وايي: "تاسې غواړئ د ۲۰ سلنه مسلکي او پیچلیو سافټویرونو په مرسته خلکو ته ۸۰ سلنه ځواک ورکړئ دا هغه لوبه ده چې مونږ هڅه کوو پکې ولوبېږو."

خو د اوږدې مودې راهیسې بحثونه دي‌چې دا وسیلې غیر صحي دي، دې کې غیر حقیقي ښکلا جوړېږي چې خلک پرې تېر ایستل کېږي او خطرناکې پایلې لرلی شي په ځانګړې توګه ماشومانو او ځوانانو لپاره.

د بېلګي په ډول، ۸۰ سلنه تنکیو ځوانانو ویلي چې دوی له ۱۳ کلنۍ دا اپلیکېشنونه کاروي او خپل عکسونه پکې جوړوي.

له دغو فلترونو په اعلاناتو کې هم ډېر کار اخیستل کېږي، چې خلک پرې تېر باسي او شرکتونه پرې خپل تولیداتو ته بازارموندنه کوي، په ځانګړې توګه د سینګار توکي.

هېڅوک د ټکنالوژۍ د دې بڼې مخالفت نه کوي خو وايي، که په عکسونو کې له دې اپلیکېشنونو کار اخیستل کېږي او فلترونه پکې کارول کېږې باید اعتراف پکې وشي.

ناروې په ۲۰۲۱ کال کې یو قانون وړاندې کړ چې په دې اپلیکېشنونو کې جوړ شوي عکسونه باید دا هم په ښکاره ووايي چې دا عکسونه مصنوعي جوړ شوي دي.

او خلک باید پرې پوه کړل شي.

Brandon B

د عکس سرچینه، Brandon B

فرانسه په دې برخه کې یو پړاو مخکې ده چې ټولنیزو رسینو کې خپاره شویو عکسونو او ویډیو ګانو دواړو لپاره پکې وضاحت لازمي دې.

ورته مهال انګلنډ هم اوس یادې مسلې ته ګوري او غواړي د دولت د انلاین خوندیتوب قانون له مخې یې پارلمان کې یاده کړي.

و به لیدل شي چې د دې قانون موخه یوازې پر خواله رسنیو سوداګریز اعلانونه دي که نه له دې ور هاخوا پر خواله رسنیو د یادو اپلیکیشنونو نور اغېزمن کسان هم دي.

د دغه هېواد د ټکنالوژۍ وزارت ویاند وايي: "دولت د هغه ګواښ مخه نیسي چې د ټکنالوژۍ پر مټ لاسوهونکي محتوا یې رامنځته کوي، او دا مسله خورا جدي‌ نیسي."

د محافظه کار ګوند استازی لوک ایوانز له اوږدې مودې راهیسې اعلان کوونکو او د دغه اپلیکېشن کاروونکو ته کمپاین کوي، چې پر هغو عکسونو اعتراف وکړي چې دوی د ټکنالوژۍ پر مټ جوړ کړي او پر خواله رسنیو یې خپاره کړي وي.

نوموړې زیاتوي:" دا اړینه ده چې مونږ د دې ټکنالوژۍ په اړه په پراخه کچه روڼتیا او پوهاوی ولرو. زما لپاره دا هر څه د رښتینولۍ په اړه دي."

په سانفرانسیسکو کې د Perfect365 شرکت اجرایوي مشر شان مایو له خلکو غوښتي چې له دې اپلیکیشن "خوندي او اخلاقي" توګه ګټه واخلي.

A man using FaceTune

د عکس سرچینه، FaceTune

ښاغلی مایو زیاتوي، مونږ خلک هڅوو چې له دې اپلیکېشن د پنځونې د یوې وسیلې په توګه کار واخلي او د خلکو د تېر ایستلو او د ځان ناسم ښودلو لپاره یې و نه کاروي.

د استورات داف په نامه بریتانیا کې یو روانپوه وايي، د ټولنیزو رسنیو کاروونکي له دغو اپلیکیشنونو کار اخلي او عکسونه پرې ښکلې کوي ځکه دوی پوهېږي چې د ښکلي شي پیرودونکي ډېر وي.

د نوموړي په ټکو:" کله چې له نورو خلکو د محصولاتو او خدماتو د پیرودلو خبره راځي، د شیانو ظاهري بڼه تر ډېره په لاشعوري ډول زمونږ پر پرېکړو خورا زیات اغېز کوي."

د "برندون بي" په نامه د ټولنیزو رسنیو یو فعال کاروونکی چې یوټیوب کې ۶،۵ میلیونه سبسکرایبران لري په دې باور دی چې بېلابېلو اپلیکشنونو کې د عکسونو جوړولو ته باید په مثبت نظر وکتل شي.

هغه وايي: "خوښ یم چې داسې پروګرامونه شته، ځکه چې زما په اند ډېر داسې کسان شته چې د کمترۍ احساس کوي، خواله رسنیو ته نه راځي‌ او فکر کوي چې له پامه به وغورځول شي، نو دا اپلیکېشنونه هغوی سره مرسته کوي چې خواله رسنیو ته راووځي."

د کاناډا په انتاریو کې د یوه روغتون ډاکټر شیرا براون وايي: "مونږ هره ورځ د خپل روغتون په څانګو کې داسې ناروغان ګورو چې د خواله رسنیو له امله پر جدي‌ رواني ناروغیو اخته شوي، دا ناروغان اضطراب، ژور خپګان او د ځان وژنې فکرونه لري."