د وزن کمولو عملیات؛ هندۍ ممثلې پکې ژوند بایلود

د عکس سرچینه، BANGALORE NEWS PHOTOS
هند کې د تلویزیوني سریالونو یوه ځوانه پېژندل شوې ممثله 'چیتنا راج" د بنګلور یوه خصوصي روغتون کې مړه شوې وه.
هغې د وزن کمولو جراحي عملیات 'لېپوسکشن' کړی و.
هغهې دا عملیات د تېرې دوشنبې پر ورځ کړی و، خو بیا یې سږو کې اوبه ډنډ شوې او له سختو دردونو یې شکایت پیل کړ.
د بنګلور د پولیسو یوه مشر 'اویناش پټېل" بي بي سي هندي ته ویلي: "هغه د دردونو له ډېرېدو وروسته له یوه روغتون بل ته لېږدول شوې. د کورنۍ غړو یې شکایت کړی او موږ په دې اړه څېړنه کوو."
ښاغلی پټېل زیاتوي د چیتنا راج کورنۍ ویلي چې هغه د ډاکترانو د ناغېړي له کبله مړه شوې.
راج د کانړ ژبې تلویزیون په "ګیتا" او "دورا سوامي" په څېر مشهورو سریالونو کې نقش لوبولی و.
پولیسو ته د هغې د نازک روغتیايي حالت خبر لومړی یوه ځايي ډاکتر ورکړی.
هغه پولیسو ته ویلي و چې د یوه بل روغتون د انستیزیا متخصص چیتنا راج 'د بې سدۍ په حالت کې' د دوی روغتون ته وروړې او یوازې دا یادونه کړې وه چې ګواکې د زړه حمله پرې راغلې.
دغه ډاکتر ویلي د اغلې راج روغتیايي وضعیت ډېر خراب و او داسې ښکارېدل چې دوی ته له لېږدول کېدو وړاندې لا مړه وه.
رپوټونه وايي چیتنا راج د دوشنبې پر ورځ د ښکلا حراجي عملیاتو یوه روغتون کې د لېپوسکشن عملیات کړی و.
لېپوسکشن څه شی دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د چاغښت کمولو یا په بله اصطلاح له بدنه د اضافي وازګو د اېستلو جراحي عملیاتو ته لېپوسکشن (liposuction) وايي.
ډاکترانو له دغه عملیات سره د ډېر احتیاط سپارښتنه کړې.
روغتیايي متخصصان وايي د لېپوسکشن له کبله د غوړو ګلوبولونه سږو ته ننوتی شي.
لېپوسکشن کې ډاکتران د انسان له خیټې، ورنو او نورو برخو تر پوستکي لاندې وازګې وباسي.









