د ښايست او ښکلا په هيله د چړې تر مهربانۍ لاندې

د ویډیو تشریح، افغانستان کې د ټولنې له پرانيستې او د يو شمېر خلکو اقتصادي حالت غوړېدو سره د پلاستیکي جراحۍ او ښایست عملیات ډېر شوي دي.

افغانستان کې د ټولنې له پرانيستې او د يو شمېر خلکو اقتصادي حالت غوړېدو سره د پلاستیکي جراحۍ او ښایست عملیات ډېر شوي دي.

هرات کې د یو خصوصي روغتون چارواکي وايي په تېرو څلورو کلونو کی يې د ښایست نژدې څلور زره عملیات کړي دي. ډېر دغه کسان چی اویا سلنه یی ښځی او نجونې دي د سترګو، پوزې او پر خپلو څېرو د داغونو لرې کولو عملیات کوي.

هرات کې محمد قاضی زاده له یوشمېر هغو کسانو سره خبرې کړې چی دا ډول عملیات يې کړي، او په اړه يې دا راپور چمتو کړی دی.