د ښځو د شونډو د بڼي بدلول؛ بریتانیا کې پرې د سختو مقرراتو لګولو غوښتنه شوې

هریت

د عکس سرچینه، SHAUN WHITMORE/BBC

که څه هم په لویدیځه نړۍ کې نن سبا د شونډو د بڼې بدلول په سینګار بدل شوي او دا کار ښځو کې په زیاتیدونکي ډول مشهور شوی، خو د ډېرو ښځو لپاره بیا د "درد او په خپله ظاهري بڼه د شرمېدلو" لامل هم شوی دی.

بریتانیا کې هم ډېری ښځې د پیچکارۍ په مرسته چې له بېلابېلو موادو پکې کار اخیستل شوی وي خپلې شونډې پړسوي او بڼه یې بدلوي.

کله چې ۲۲ کلنې هیریت ګرین د خپلو شونډو د بڼې بدلولو لپاره د ښکلا یوه سالون ته لاړه ډاډ ورکړل شو، چې د پیچکارۍ په مرسته به یې د شونډو پړسوب او د بڼې بدلون لنډمهالی وي او د وخت په تېرېدو سره یې پړسوب بېرته کمېږي.

خو درې میاشتې وروسته لا هم د هیریت شونډې دومره پړسېدلي چې خپله خوله سمه نه شي بندولی.

هریت د پیچکارۍ په مرسته خپلې شونډې حراجي کړې وې خو اوس د خپلو شونډو عادي حالت ته د راوستلو لپاره باید د جراحۍ درې عملیاتونه وکړي چې شاوخوا ۷۰۰ پاونډه لګښت پرې راځي.

هغه وايي:" شونډې مې ډېرې خوږېدې، کلکې شوي او ډېرې پړسېدلي دي. زه آن نه شم کولی چې دواړه سره راټولې او خوله مې بنده کړم."

هریت وايي، ځان یې کم احساساوه او پر ځان باور یې ټیټ و خو چې پر ټيک ټاک او انسټګرام یې د شونډو د بڼې بدلولو ډېرې ویډیو ګانې ولیدلې فکر یې وکړ چې د دې کار په ترسره کولو به یې دا حس کم شي او پر ځان باور به یې لوړ شي.

عملیات

د عکس سرچینه، HARRIET GREEN

د نوموړې په وینا: "دا زمونږ د نسل د باور او ټولنیزو رسنیو د معیارونو له مخې و چې ما پرېکړه وکړه چې دا کار وکړم."

هغه زیاتوي:" دا ډېر لوی فشار دی چې ډېر بحث پرې کول پکار دي خو په ظاهره خلکو ته ډېر کوچنی کار ښکاري."

هریت وايي اوس پوه شوې چې د نن سبا سوداګري اوس د "ماین په ډګر" بدله شوې او ټینګار کوي چې :"پر خواله رسنۍ خپاره شوي انځورونه تل تاسو ته حقیقت نه ښکاروي."

هغه زیاتوي: "ډېره وېروونکې ده. تاسو تل وروسته له څو میاشتو د دې کار پایله نه وینئ، زه اوس له پخوا ډېره موسکا کوم او هڅه کوم ځان خوشاله وساتم خو لکه د پخوا په څېر اوس هم په ځان د باور کموالي احساس کوم."

دا ستونزه ورځ بلې ته جدي کېږي

هریت ۱۶۰پاونډه لګولي و چې خپلې شونډې وپړسوي خو اوس یې د بېرته سمولو لپاره له ۷۰۰ پاوڼډو ډېر پرې لګولي دي.

د هیریت شونډې د ډاکټر صبا راجا له خوا چې د انګلنډ په نورویچ ښار کې د ښکلا کلینیک لري بېرته جوړې شوې.

ډاکټر راجا ډېر پیرودونکي لري، چې د ښکلا جراحۍ له ناکامه عملیاتو وروسته ورته راځي.

نوموړی دا وضعیت "په رښتیا د اندېښنې" وړ یادوي.

هیریت د دریو عملیاتونو په ترسره کولو سره خپلې شونډې بېرته سمې کړې

د عکس سرچینه، SHAUN WHITMORE/BBC

د عکس تشریح، هیریت د دریو عملیاتونو په ترسره کولو سره خپلې شونډې بېرته سمې کړې

هغه وايي: "هره ورځ یو شمېر هغه ځوانان کلینیک ته راځي چې مخکې د ښکلا جراحۍ لپاره غیر متخصصه کسانو ته ورغلي او ځینو ستونزو سره مخ شوي وي."

ډاکټر راجا دا کسب "د وحشي لویدیځ په څېر" یادوي چې غیر مسلکي کسان په موټرو او پخلنځیو کې ورته ناست وي او د ښکلا جراحۍ عملیاتونه کوي.

نوموړی وايي: " د مخ د ګونځو د لېري کولو لپاره د بوتوکس کول د نسخي له مخې ترسره کېږي، خو د شونډو پړسولو عملیاتولپاره بیا دې ته هم نه ګوري او هر ویبسایټ یې د ترسره کولو اعلانونه خپروي. ډېری غیر مسلکي کسان بیا له ارزان بیه موادو کار اخلي پرته له دې چې پوه شي له کومه راغلي انلاین یې پیري. مونږ واقعا دې برخه کې سختو مقرراتو او معیاري روزنې ته اړتیا لرو"

د دایمي ړندېدو شونتیا شته

د بریتانیا د پوټکي د ناروغیو تشخیص ټولنې ډاکټره تامارا ګریفیس په دې باور ده، چې د د پړسولو عمل یوه جدي ستونزه ده "ځکه چې هر څوک یې پیچکاري کوي" او د ښکلا د نورو عملیاتو پرتله "خورا ډېر خطر" لري.

آغلې ګریفیس وايي:" دایمي ړندېدل د دغو پرسولو یو احتمالي خطر دی چې په برتانیا کې یې ځينې پېښې ثبت شوي دي او د رګونو بندښت یې یو بل احتمالي خطر دی."

له یوې لسیزې راهیسې د پوټکي د ناروغیو متخصصین د دې کار د احتمالي ګواښونو په اړه اندېښمن دي.

جراحي

د عکس سرچینه، SHAUN WHITMORE/BBC

د ډاکټر ګریفیس په وینا: "یوه ډله چې شمېر یې ورځ بلې ته زیاتېږي د ښکلا په نامه د وجود ځینې برخې پړسوي یوه ورځ انسټګرام کې راپیدا شي او بیا ورک شي دوی غیر مسلکي کسان دي او په هېڅ نه پوهېږي."

مېرمن ګریفیس ټینګار کوي، هغه کسان چې غواړي د ښکلا عملیات ترسره کړي باید په اړه یې څېړنې او مطالعه وکړي او د دې کار د ترسره کولو لپاره باید متخصص او د صلاحیت وړ کس غوره کړي.

د بریتانیا د ښکلا طب یوه بنسټ څېړنو موندلې چې د دې بنسټ د ۴۰۰ غړو ډاکټرانو له ډلې ۸۲ سلنو یې د هغو کسانو درملنه کړې چې د ښکلا جراجۍ له عملیاتو وروسته ورته جانبي عوارض ورته پیدا شوي او د درملنې لپاره دوی ته راغلي دي.

د بریتانیا حکومت کابو درې میاشتې وړاندې د پارلمان د غړو هغه غوښتنه و نه منله چې په انګلنډ کې د غیر جراحي عمل له لارې د ښکلا عملیاتو جواز لازمي کړي.

ډاکټره تامارا ګریفیس

د عکس سرچینه، DR TAMARA GRIFFITHS

د عکس تشریح، ډاکټره تامارا ګریفیس

او هغه غوښتنه یې هم رد کړه چې د وجود د غړو د پړسولو لپاره دې د نسخې غوښتل اجباري کړي.

د بریتانیا د روغتیا او ټولنیزې پاملرنې وزارت وايي، دوی لا هم په داسې یوه پلان کار کوي چې د غیر جراحي عمل له لارې د وجود د بڼې بدلول له کوم جواز پرته غیر قانوني شي.

د دغه وزارت یوې ویاندې ویلي: " هر څوک چې د ښکلا جراحۍ د ترسره کولو پرېکړه کوي باید لومړی یې د اغېزو په اړه فکر وکړي او بیا دې یوه معتبر او متخصص ډاکټر ته ورشي."

هیریت چې له دریو عملیاتونو وروسته یې اوس د خپلو شونډو له بڼې بېرته خوشحاله ښکاري وايي هڅه کوي په ځان باور یې لوړ کړي.

هغه وايي وغواړي له خپلې تجربې نورې ښځې خبرې کړي او د دې ته یې پام راواړوي چې له اقدام مخکې باید د پایلو په اړه فکر وکړي.