ایران اذربایجان له اسرائیلو د "دسیسې" په همکارۍ تورن کړ

د عکس سرچینه، EGHTESADNEWS
په یوه اوونۍ کې په دویم ځل، د ایران لوړ پوړي چارواکي د اذربایجان جمهوریت تورن کړ چې د تهران په ضد د "دسیسې" لپاره اسرائیلو ته خپله خاوره ورکوي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني نن جمعه ویلي، اسرائیل غواړي د اذربایجان جمهوریت خاوره د ایران د ملي امنیت پر وړاندې د ګواښ په توګه وکاروي.
ښاغلي کنعاني دا خبرې په تل ابیب کې د اذربایجان د بهرنیو چارو له وزیر جیجون بایراموف سره په کتنه کې د اسرائیلو د بهرنیو چارو د وزیر ایلي کوهن د څرګندونو په غبرګون کې کړې دي.
دوه ورځې وړاندې د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر جیحون بایراموف اسرائیلو ته د خپل لومړي رسمي سفر په ترڅ کې په تل ابیب کې د خپل هېواد سفارت پرانیست.
د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې ښاغلي کوهن له ښاغلي بایراموف سره په لیدنه کې ویلي وو، دواړه هېوادونه "له ورته ګواښونو سره مخ دي" او زیاته یې کړه چې "د ایران د ګواښونو په اړه د دواړو هېوادونو پوهاوی هم ګډ دی."
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د دغو څرګندونو په غندلو سره د ایران او اذربایجان جمهوریت د خلکو تاریخي او دیني اړیکې نه ماتېدونکې وبللې او د اذربایجان له حکومته یې وغوښتل چې "له داسې جاله ډډه وکړي چې د دواړو هېوادونو دښمنان غوړولی دی."
هغه ټینګار وکړ ایران نه شي کولای د اذربایجان جمهوریت له خاورې د خپل هېواد پر ضد د اسرائیلو دسیسې پر وړاندې بې تفاوته پاته شی.
وړاندې تر دې د ایران د ځمکنیو ځواکونو قومندان کیومرث حیدري هم د اذربایجان په اړه ورته څرګندونې کړې وې.
ښاغلي حیدري زیاته کړې "بله ستونزه د سوریې د ترهګرو شتون دی چې د باکو - ارمنستان جګړې په جریان کې سیمې ته وربلل شوي وو" او "درېیمه مسله په سیمه کې د دولتي سرحدونو غیرقانوني بدلون دی."
تېره ورځ د اذربایجان جمهوریت د دفاع وزارت د ښاغلي حیدري د څرګندونو په غبرګون کې د باکو لخوا د قره باغ جګړې لپاره د "اسلامي دولت نومې داعش" ډلې د غړو کارول "تور" وباله.

د عکس سرچینه، @AZEMBTELAVIV
د اذربایجان د دفاع وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي، " دا څرګندونې په بشپړه توګه بې بنسټه او د منلو وړ نه دي. په ټوله کې، د اذربایجان په خاوره کې هېڅ بهرنی نشته" او د ښاغلي حیدري څرګندونې یې "تور او درواغو ګډوله" وبلله.
د ایران د اسلامي او اذربایجان جمهوریت اړیکې د باکو او ایروان تر منځ د قره باغ په سیمه کې له شخړو وروسته ډېرې ترینګلې شوې وې، خو د فبرورۍ په ۷ نېټه په تهران کې د دغه هېواد پر سفارت له برید وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې، لا پسې خرابې شوې.
په هغه ورځ یوه وسله وال کس په تهران کې د اذربایجان جمهوریت پر سفارت برید وکړ او د دغه سفارت یو امنیتي ساتونکی یې وواژه او دوه تنه نور یې ټپیان کړل.
که څه هم ایراني چارواکو او د تهران د پولیسو مشر ویلي د هغه برید لامل "شخصي" ګڼي، خو باکو بیا هغه برید "ترهګریز" ګڼل وو.
تر هغه وروسته د اذربایجان جمهوریت په تهران کې د خپل سفارت کارکوونکي وایستل او باکو ته یې ولېږدول.









