اذربایجان اسراییلو ته خپل لومړنی سفیر ور وپېژاند

د عکس سرچینه، Getty Images
د اذربایجان جمهوریت اسراییلو ته خپل لومړی سفیر ورپېژندلی. د دغه هېواد ولسمشر الهام علییف ویلي، هېواد یې له اسراییلو سره اړیکو ته "ځانګړی ارزښت" ورکوي.
د اذربایجان رسنۍ وايي، مختار محمدوف چې پخوا د علومو وزارت مرستیال وو او په بهرنیو چارو وزارت کې یې هم کار کړی، په تل ابیب کې د اذربایجان د لومړي سفیر په توګه ورپېژندل شوی دی.
د اذربایجان جمهوریت د روان کال د نومبر په ۱۸مه نېټه اعلان وکړ چې غواړي په تل ابیب کې خپل سفارت پرانیزي او په همدې وخت کې یې دا هم ویلي چې په رام الله کې د فلسطیني ادارې سیاسي مرکز کې به هم یوه استازولي پرانیزي.
اذربایجان او اسراییل له دېرش کلونو راهیسې دیپلوماتیکې اړیکې لري، خو د اذربایجان جمهوریت لا تر اوسه په اسراییلو کې سفارت نه درلود، که څه هم اسراییل په باکو کې سفارت لري.
په تل ابیب کې د سفارت د پرانیستلو او اسراییلو ته د سفیر د استولو پریکړه د ایران او اذربایجان جمهوریت ترمنځ په یوه کړکېچن حالت کې کېږي.
ایران په ځلونو د اذربایجان جمهوریت په خاوره کې د اسراییلو د شتون او د هغوی د پوځي فعالیت په اړه اندېښنه ښوولې او دا یې د ځان لپاره ګواښ بللی دی.
اسراییلو په ۱۹۹۱ کال کې له پخواني شوروي اتحاد څخه د اذربایجان جمهوریت تر خپلواکي اخیستلو وروسته، دغه هېواد په رسمیت وپیژانده او په ۱۹۹۲ کال کې یې له دغه هېواد سره ډیپلوماټیکې اړیکې ټینګې کړې.
دواړه هېوادونه په سیاسي، اقتصادي، پوځي او کلتوري برخو کې همکاري سره کوي. اسراییلو د اذربایجان جمهوریت د پوځ په بیا جوړولو کې مرسته کړې او دغه هېواد ته یې بې پیلوټه الوتکې او نور پرمختللي پوځي تجهیزات هم ورکړي دي. اذربایجان هم د اسراییلو د تیلو د اړتیا یوه برخه پوره کوي.
اذربایجان تر اوسه د ایران او عربي هېوادونو د حساسیتونو له کبله اسراییلو ته د خپل سفیر له لېږلو ډډه کړې وه. د اذربایجان ولسمشر الهام علییف په نومبر میاشت کې ویلي وو، له اسراییلو او فلسطین سره د اوږد مهاله همکارۍ لپاره یې د سفارت او استازولۍ د پرانستلو پرېکړه کړې ده.
دوه ورځې وړاندې الهام علییف بنیامین نتانیاهو ته چې یو ځل بیا د اسراییلو لومړی وزیر شو، د مبارکۍ پیغام هم استولی وو.
په دغه پیغام کې ښاغلي علییف ویلي، باکو له اسرائیلو سره اړیکو ته "ځانګړی ارزښت" ورکوي. هغه زیاته کړې په اسراییلو کې د سفارت پرانیستل به د دوه اړخیزو اړیکو په لا پراختیا کې مرسته وکړي.









